په مصر کي نوي لاريونونه
۱۳۹۱ آذر ۱۵, چهارشنبهاعلان
په قاهره کښي د جمهور رئيس محمد مورسي پر ضد احتجاجونو کښي د تشدده ډک اخوډبونه رامنځته سول. پولیسو د مظاهره کوونکو پرضد له اوښکي بهونکي ګاز څخه هغه وخت کار واخیست، چي ځینو یې غوښتل، د جمهوري ریاست ماڼۍ ته ورننوزي.
د رسنیو په حواله په دغو کشمکشو کښي لږ تر لږه ۱۷ کسان ټپیان سوي دي. په قاهره کښي په لسونو زرو کسانو د مورسي پر ضد مظاهرو کښي برخه واخیسته. په نورو ښارو، لکه الکساندریه کښي هم مظاهرې سوي دي. احتجاجونه د مصر د اسلامي تندلارو او نورو صلاحیتو پر ضد تر سره سول، چي جمهور رئيس مورسي د نوامبر په آخره کښي د یوه فرمان پواسطه خپل ځان ته قایل سو.