په مصر کي اخ و ډب
۱۳۹۲ تیر ۶, پنجشنبهد مصر جمهور رئيس محمد مرسي په اساسي قانون کي د بدلونونو راوستل په نظر کي نيولي دي. دغه بدلونونه په مصر کي د سخت جنجال سبب سول.
مرسي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۲۶) په يوه تلويزيوني وينا کي وويل چي په اساسي قانون کي د بدلون راوستلو په اړه بايد له ټولو گوندو څخه یو کمېسيون جوړه سي. د پنجشنې په ورځ به د دغه کمېسيون رئيس وټاکل سي.
په اساسي قانون کي بدلون راوستل د تيرکال په وروستيو کي په دغه هيواد کي ټولپوښتني ته وړاندي سول. له هغه راهيسي پر دغي پريکړي باندي نيوکي دوام لري.
مرسي دغه راز په خپله وينا کي پر خپلو تيروتنو باندي هم اعتراف وکړ او زياته ئې کړه چي غواړي په راتلونکي کي له خپلو مخالفينو سره یو ځای کار وکړي. هغه وړانديز وکړ چي «ملي پخلايني» ته د رسېدو له پاره دي يوه کمېټه جوړه سي.
هغه د خپلي يوې کلني کاري دورې نيمگړتياويي پر هغو خلکو ورواچولې چي د حسني مبارک د واکمني له وخته پر حکومتي دندو باندي پاته دي او ول. هغه وويل «د مصر دغه دښمنان» غواړي چي په دغه هيواد کي ديموکراسي له منځه ولاړه سي.
مرسي وويل چي هغوی د دغه هيواد د ورانۍ له پاره له هيڅ ډول خرابکارۍ څخه مخ نه اړوئ. «سياسي اړو دوړ په هيواد کي ځوانه ديموکراسي چي د پراختيا په حال کي ده تهديدوي او د هيواد د بربادۍ سبب کيږي.»
مرسي زياته کړه ، چي يو شمېر موخو ته رسېدلي يو خو يو شمېر لا پاته دي: «ما په مختلفو برخو کي يو شمېر تيروتني کړي دي.»
د مصر اپوزيسيون غواړي چي د يکشنبې په روځ چي د مرسي د کاري دورې يو کال پوره کيږي احتجاج وکړي او د هغه د استعفا او نوو ټاکنو غوښتنه وکړي.
دوی په تيرو مياشتيو کي خپلو غوښتنو ته د قوت بخښلو په خاطر د په ميليونو ناراضي مصريانو لاسليکونه راټول کړي دي.
مرسي په خپله وينا کي تروخت دمخه ټاکني ناممکينه وبللې. هغه وويل، چي هر يو بايد د ديموکراسۍ د قواعدو پايبند و اوسي.
د مرسي تر وينا څو ساعته دمخه د منصوره ښار په کوڅو کي د هغه د پلويانو او مخالفينو ترمنځ په اخ و ډب کي دوه تنه وژل سوي دي او په لسونو نور ټپيان سوي دي. په دغه اړو دوړ کي دواړو خواوو یو پربل باندي د کاڼو وارونه کړي دي او وروسته بيا ډزي هم اورېدل سوي دي.
مرسي يو کال دمخه وټاکل سو او په دغه يوه کلنه دوره کي په دغه هيواد کي ټولنيزو او اقتصادي ستونزو دغه هيواد نور هم تنگ کړ.