1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مریخ کې د انسانانو د ژوند له پاره هڅې

هما ناصري (دویچه ویله)۱۳۹۲ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

یو تن هالندی سوداگر پر داسې یوه پلان باندې کار کوي چې له مخې به یې انسانان په مستقیمه توگه مریخ ته سفر وکړي او هلته به ژوند غوره کړي. دغه پروژه د مارس ون (Mars One) په نوم یادیږي.

https://p.dw.com/p/19fVu

له ډیر وخت راهیسې په مریخ کې د ژوند کولو په اړه بحثونه روان دي. تر اوسه پورې له ۲۲۵۰۰۰ څخه ډیرو کسانو په دغې سرې سیارې کې د ژوند کولو له پاره خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. د دغو کسانو په ډله کې ۵۰ سنله امریکایان، ۱۰ سنله هندیان، شپږ سلنه چینایان او پنځه سنله برازیلیان شامل دي.

د مارس ون اجرائیه وي مشر او بنسټ ایښودونکی باز لنزدورپ، نومیږي چې د هالند له هیواد سره تړاو لري. د مارس ون پروژې کارکوونکي وایي چې هڅه کوي ژر تر ژره په مریخ کې د اوسیدو پلان ته عملي بڼه ورکړي او په ۲۰۲۲ کال کې په عملي ډول مریخ ته د خلکو د استول لړۍ پیل کړي. د دغه پلان د پلي کولو له پاره څه نا څه شپږ میلیارده ډالر په کار دي.

پلان شوې ده چې د مارس ون پروژې کارکوونکي به په ۲۰۱۵ کال کې لس کسان په مریخ کې د اوسیدو له پاره وروزي او بیا به یې په ۲۰۱۳ کال کې د ۷ میاشتو له پاره دغې سرې سیارې ته واستوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو فضایي ادارې ناسا NASA ویلي دي چې لا تر اوسه پورې داسې تکنالوژي په لاس کې نه لري چې په مرسته یې په مریخ کې ژوند شونی شي.

کیریاستي د مریخ انځورونه او د دې سیارې په اړه نور معلومات ځمکي ته استوي.
کیریاستي د مریخ انځورونه او د دې سیارې په اړه نور معلومات ځمکي ته استوي.انځور: picture-alliance/dpa

له بلې خوا بیا باز لنزدورپ وایي چې پر دې پلان یې ډیر زیار کښلی دی. د هغه په خبره پر پلان باندې د نوبل جایزې گټونکی ساینسپوه ګیراردت هوفت، کار کوي چې د څیړنو پایلې به یې ژر د تلویزیون له لارې له خلکو سره شریکې شي.

اوس د کیریاستي په نوم د ناسا یو روبوت په مریخ کې دی او له د دغې سیارې په اړه معلومات ځمکې ته استوي.