په مالدیو کې کیدای شي مخکي له وخته ټاکنې تر سره شي
۱۳۹۰ بهمن ۲۷, پنجشنبهاعلان
د مالدیو نوي مشر ویلي دي چې په دغه هیواد کې به د ولسمشرۍ ټاکنې له ټاکل شوې مودې څخه مخکې تر سره شي. د مالدیو ولسمشر د فبرویرې د میاشتې په اومه نیټه له خپلې دندې څخه گوښه شو. د مالدیو پخواني ولسمشر غوښتي دي چي د دغه هیواد واک د پارلمان مشر ته انتقال شي.