په مارجه کي په لومړی ځل يو ښوونځی جوړ سو
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهد هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د تريخ ناور په سيمه كي يو ښوونځى په اول ځل د دې سیمي د ماشومانو له پاره جوړسوو. دغه ښوونځی چي تر اوږده ځند وروسته جوړ سو په سوو زده كوونكي د سبق ويلوله پاره ورغلي دي.
دغه ښوونځی سيمه کي د امريکا د سمندري ځواکونو په دوه لكه نهه پنځو س زره امريكايي ډالر مالي مرسته جوړسوی دئ.
د هلمند ولایت د پوهني رئيس محمد نسيم ساپي د ښوونځی د پرانيستني پرمهال وويل، چي په دې سيمه كي له كلونو راهيسي ښوونځى نه وو.
ساپي ددې سیمي د ماشومانو له پاره د نورو ښوونځيو د جوړول وعده هم ورکړه او له خلكو څخه ئې غوښتنه وكړه چي خپل اولادونه د زده كړي له پاره ښوونځی ته ولېږي.
د مارجې ولسوال عبدالمطلب مجبور وويل، كه په تريخ ناور كي له پخوا څخه امنیت سم وای، نو ډير وختي به ئې د سیمي د خلکو د اولادونو له پاره ښوونځى جوړکړی وای.
مجبور د تريخ ناور له خلكو څخه په امنیتي چاروکي د مرستي غوښنته وکړه، ماشومان ئې په ښه ډول زده کړه وکړي.
د تريخ ناورد سيمي خلک له دولت څخه د امنيت او د ښوونځيو د جوړولو غوښتنه كوي. دوی وايي د دې پراخي سیمي له پاره د یوه ښونځي جوړول بسنه نه کوي.
د هغوی په خبره ښوونځی خو جوړ سو اوس نو استادان هم بايد ورته را ولېږل سي. د افغانستان په ډيرو سيمو کي د مسلکي ښوونکو نه شتون د ښووني او روزني په برخه کي ستره ستونزه ده.
په هلمند ولایت کي د پوهني ریاست هر وخت په بېلابېلو ولسوالیو کي د ښوونځيو د جوړولو خبر ورکوي. خو ډيرى خلک په ښوونځيو كي د ناسم كيفيت له امله شكايت كوي.
مجتبی محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل