1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مارجه کي مقاومت نه دی سوی

۱۳۸۸ بهمن ۲۵, یکشنبه

د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک آيساف د وينا له مخي په هلمند کي د «مشترک» تر نامه لاندی د څوکلونو را په دي خوا بي ساري عمليات په ښه توګه پر مخ ځي او تر اوسه پوري د کوم پام وړ مقاومت سره مخامخ سوي نه دي...

https://p.dw.com/p/M0yQ
د مارجې په پوځي عملياتو کي برتانوي عسکر
د مارجې په پوځي عملياتو کي برتانوي عسکرانځور: AP

نړيوال ځواکونه وايي چي په دغه ولايت کي يو شمير مهمي مرچلی نيولي دي. د دغو عملياتو په پاي کي د ناتو د نوی ستراتيژی له مخي هلمند کي بايد د بيا رغاوني کارونه پيل شي.

دا د آلمان غږ راډيو د خبريالي سندرا پيترزمن د « مشترک» نومو عملياتو په هکله چي د جمعي په ماخستن پيل شول د رپوټ سرټکي ؤ تفصيل یی اوس وړاندي کيږي:

دغه حمله بايد د افغانستان د راتلونکي لپاره تګ لاره وټاکي. په هلمند کي د بريتانوي سرتيرو قوماندان، James Cowan د دغي جملي له څرګندولو سره خپل سرتيري د جګړي ډګر ته واستول:

« مونږ به طالبان د هلمند په زړه کي هغوي د خپلو پناه ځايونو څخه وشړو. چيرته چي مونږ ورسيږو، هلته به پاتي کيږو، چيرته چي پاتي کيږو هلته به بيا رغاونه کوو. راتلونکي ورځي کيداي شي چي زمونږ لپاره له خطرونو سره جوخت وي»

امريکايي ځواکونه د مارجې په پوځي عملياتو کي
امريکايي ځواکونه د مارجې په پوځي عملياتو کيانځور: AP

د حملي په پيل کي د امريکا متحده ايالاتو څرخي الوتکو سمندري سرتيري مارجه کي کښته کړل، هغه سيمه چي په هلمند کي د طالبانو د واکمني ورستي سمبول ګڼل کيږي. بريتانوي قوماندان د طالبانو پر خلاف د خپلو سرتيرو د مورال د پياوړي کولو لپاره په يوي وينا کي خپلو عسکرو ته په خطاب کي وويل:

« هغه چا زمونږ د لاس زور نه وي ليدلي، د سوک زور به هرمرو وويني. مونږ به پر هغوي لاس بري شو. زه له خپل افغان ملګرو سره وياړم چي ستاسو قومانداني کوم. مونږ به په ګډه بريالي شو، دغه مشترک عمليات به د دي بغاوت د پاي پيل وي.»

په دغو عملياتو کي د افغانستان ملي پوځ او ملي پوليس له خپلو 2000 سرتيرو سره ګډون لري، لومړي ځل دي چي د ناتو تر مشري لاندي په داسي سترو عملياتو کي افغان امنيتی ځواکونه له دومره زيات شمير سرتيرو سره وڼده اخلي، خو زيات سرتيري د امريکا متحده ايالاتو او د بريتانيا له خوا چمتو کړاي شوي دي. د افغانستان د دفاع وزير، جنرال عبدالرحيم وردک د وينا له مخي د مختلفو هيوادونو سرتيري په دي ګډو عملياتو کي تر اوسه پوری په ښه توګه پرمختګ لري:

« البته تيت او پرک مقاومت شته دي. ياغيانو دغه سيمه سخت په مينو فرش کړي ده او هري خواته يي چاودونکي توکي ايښي دي. په دي وجه مونږ بايد ډير له احتياط څخه کار واخلو او بيړه بايد ونه کړو. خو زمونږ عمليات له پلان سره سم پر مخ ځي. تيک اوپرک مقاومت شته دی او له يوی خوا بلي خوا ډزي کيږي.»

وردک وويل چي په مارجه و نادعلي کي ځینی مرچلي نيولي شوي دي. دغه دواړه سيمي په هلمند کي د طالبانو ستري هډي ګڼلي کيږي او د نشه يي توکو د قاچاق او سوداګري مرکزونه دي. د دي عملياتو موخه دا ده چي مارجه او نادي علي د طالبانو له کنترول څخه وايستل شي او هلته د حکومت واکمني ټینګه کړاي شي. له دي يو پرمختګ سره به هلته د بيارغاوني کارونه کيداي شي پيل شي.

د هلمند ماځيګری او د امريکايي ځواکونو ګزمې
د هلمند ماځيګری او د امريکايي ځواکونو ګزمېانځور: AP

« زه تينګ باور لرم چي په دغه هيواد کي خلک وروسته له دري لسيزو له جګړي ستړي شوي دي. هغوي غواړي چي له خپل حکومت څخه ملاتړ وکړي.خو مونو تر اوسه پوري د دي امکان نه درلود چي له هغوي څخه ساتنه وکړو. پخوا کله چي يوه چيرته به مو له نړيوالو ځواکونو سره تصفيوي عمليات په لاره واچول، بيا به يو بل ځاي اور بل شو، هغه سيمه به مو خوشي کړه او د نوي اور د وژلو لپاره به مو هغه سيمه بيرته خوشي کړه. مونږ تر اوسه پوري نه يو توانيدلي چي يوه سيمه کي دايمي حضور ولرو ترڅو امنيت خوندي وساتو.»

د هلمند عمليات برخه ليک ټاکونکي دي، ځکه له دي عملياتو سره له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره بايد لاره اواره شي. سر بيره پر دي دا د ناتو د نوي ستراتيژي لپاره يوه ستره آزموينه هم ده، هغه يوه ستراتيژي چي طرحه يی د امريکا متحده ايالاتو له خوا شوي ده، هغه دا چي: ولسي وګړي بايد د حملو څخه خوندي پاتي شي، هغو ته بايد د پخوا په څير تاوان وا نه اړول شي، هغه جنګيالي چي له مجبوري ورځي طالبانو سره يو ځاي شوي دي، هغوي بايد وهڅول شي چي خپلي وسلي په ځمکه کيږدي.

د دفاع وزير جنرال وردک له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره هيله من دي:

«طالبان دغه جګړه د خپلو ترهګريو له لاري ګټلای نه شي. او کله چي پوه شي چي جګړه بايلي، بايد د يوي يوبلي لاري لپاره تصميم ونيسي. غوره به دا وي چي هغوي په خپله ټولنی ته د بيرته ستنديولاره ونيسي او له مونږ سره پخلا شي او په سياسي پروسه کي ګډون وکړي».