په ليزبن کي سخت امنيتي تدابير نيول سوي دي
۱۳۸۹ آبان ۲۸, جمعهپه دې سرمشريزه کي به پر دې باندي هم خبري وسي چي ۲۰۱۱ کال کي افغان امنيتي ځواکونوته د يو شمېر سيمو د امنيتي مسوليت د سپارلو پروسه پيل سي.
په دې غونډه کي د شنبې په ورځ افغان ولسمشر حامد کرزی هم برخه اخلي. هغه په دې نژدې وختو کي يوار بيا پر بهرنيو ځواکونو نيوکي وکړي چي د شپې او ورځي د تعروضي عملياتو څخه لاس واخلي.
د ناټو په دې سرمشريزه کي چي دوې ورځي به دوام وکړي د افغانستان پر ستراتيژۍ سربيره به ددې غونډي بله مهمه اجندا د امريکا د خوا څخه په اروپا کي د توغنديو د دفاعي سيسټم د درولو په اړه هم بحث وسي.
پر دې سربيره ناټو غواړي چي يو لوی قدم واخلي او د مسکو څخه په دې لاره کي د همکارۍ غوښتنه وکړي.
روسيې جمهورريس دميتري ميدويدف د شنبې په ورځ د ناټو- روسيې په سرمشريزه کي د ګډون د پاره ليزبن ته راځي.
د ليزبن په غونډه کي د ۲۰ هيوادونو د دولتونو، ۲۲ هيوادونو د حکومت او د ۷۵ هيوادونو د بهرنيو او دفاع چارو وزيران ګډو وکړي.
د غونډي د پاره سخت امنيتي تدابير نيول سوي دي. په ليزبن کي د پوليسو له خولې د غونډي امنيت شاوخوا ۱۰۰۰۰ پوليس او عسکر ساتي.
د ښار تقريباً ټوله مهمو سيمو تړل سوي او هر ځای په جوپو جوپو پوليس تر سترګو کيږي.
د ليزبن په هوايي ډګر او نورو ځمکنيو سرحدي سيمو کي د پاسپورتونو سخت کنترول شروع دی.
ټاکل سوې چي غونډه به رسماً په ځای وخت د ماځيګر پر څلورو بجو پيل سي.
نجيب الله زيارمل/ ليزبن
کتونکی: عبدالباري حکيم