په لغمان کی ځانمرګي برید ۵ تنه وژلي دي
۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۹, دوشنبهد لغمان ولایت د والی ویاند فضل الله پټان فرانس پرس خبری اژانس ته وویل: « په نني ځانمرګي برید کی ۵ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.»
تر دی وړاندی پټان ویلی وو چی په پیښه کی ۳ تنه وژل شوی، خو بیا وروسته ۲ زخمیانو د ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. په وژل شوو کسانو کی ۲ تنه پولیس هم شامل دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښی پړه پر غاړه اخیستی. طالبانو یوه اونی وړاندی د «بدر» په نامه د پسرلنی عملیاتو د پیل اعلان کړی وو.
د ۲۰۰۱ م کال څخه را پدیخوا د امریکا په مشری چی کله طالبان د قدرت څخه راپرځول شوی، د زور زیاتی د پیښو اکثره قربانیان ملکی وګړی دي. خو په نږدی وختونو کی د زور زیاتی په پیښو کی په څرګند ډول ډیر والی راغلای دی.
د ملګرو ملتونو د تیر کال د راپور پر اساس دغه کا تر ټولو تیرو کلونو خونړیو کال وو چی په کښی ۲،۷۷۷ تنی ملکی کسان وژل شوی. دا د ۲۰۰۹ م کال په پرتله د زور زیاتیو په پیښو کی ۱۵ ٪ لوړوالی په ګوته کوی.
سږ کال په دوبی کی به د ۷ نسبتا ارامو سیمو د امنیت مسؤلیت د بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شی، او د پلان له مخی په پام کی ده چی د ۲۰۱۴ م کال تر اخره به ټول بهرنی ځواکونه د افغانستان څخه را ووځی.
اژانسونه/سید ریاض
کتونکی: احمدولي اڅکزی