په لاهور کې درنې چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۵ بهمن ۲۵, دوشنبهد پاکستان پوليس وايي چي د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کي يوې درنې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده. ويل سوي چي دغه چاودنه هغه وخت وسوه چي په دغه ښار کي د درمل جوړوونکو يا فارميسيانو يو احتجاج روان وو. هغوی د درملو په تړاو په قوانينو کي د بدلون پر ضد احتجاج کاوه.
د پاکستان د رسنيو د خبرونو له مخي په دغه چاودنه کي لږ تر لږه ۱۳ انسانان وژل سوي او ښايي دغه شمېره نوره هم جګه سي. خو پوليسو ويلي دي چي لږ تر لږه ۷ کسان وژل سوي او ۴۰ نور ټپيان دي.
په دغه چاودنه کي د پوليس چارواکو د وژل کېدو خبر هم ورکړل سوی دی. په دې ترڅ کي ويل سوي دي چي د لاهور د ترافيکي پوليسو د يوه لوی چارواکي مړی هم يو روغتون ته وړل سوی دی.
ځينو ځايي رسنيو خبر ورکړی چي په روان احتجاج کي هغه وخت درنه چاودنه رامنځ ته سوه، چي پر موټرسايکل سپاره يو کس ځان د دغه احتجاج په منځ کي والوزاوه. دغه رسنيو ويلي دي چي ښايي دغه يو ځانمرګی بريد وو.
د دغه بريد پړه د پاکستان وسله والو طالبانو د جماعت الاحرار ځانګي پر غاړه اخيستې ده.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.11.2015):