په لاهور کي د چاودنې د قربانیانو شمیر زيات شوی
۱۳۹۶ اسفند ۲۴, پنجشنبهد ژغورنې چارو دولتي ادارې ویاند جام ساجد حسین، رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې چارواکو روغتونو ته د اوو کسانو جسدونه وړي دي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د دوی کسان د ژغورني په چارو اخته دي او تر اوسه یې اووه جسدونه روغتون ته انتقال کړي دي.
د لاهور پولیسو یوه جګپوړي چارواکي حیدر اشرف، ویلي دي چې دغه چاودنه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د پولیسو پوستې د ساتونکو د بدلیدو وخت وو. دغه پوستې هغه سیمې ته نزدې ده چې یوه ستره مذهبي غونډه کیږي. د رایونډ په دغه کلنۍ غونډه کې شا او خوا ۸۰۰۰۰ کسان برخه لري.
د حیدر اشرف په خبره «زه اوس دا ويلای شم چې د برید هدف پولیس وو. دا یو ځانمرګی برید کوونکی وو چې پر موټر سایکل سپور وو او پولیس یې په نخښه کړل.» د هغه په خبره په وژل شوو کسانو کې څلور پولیس شامل دي.
د برید پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستي.
لاهور چې د پاکستان کلتوري مرکز هم ګڼل کیږي په تیرو وختونو کې د تاوتریخوالي د پيښو شاهد دی.
زموږ له آرشیف څخه: