په لال جومات کې مقاومت روان دی
۱۳۸۶ تیر ۱۴, پنجشنبهاعلان
پاکستاني امنيتي ځواکونو بيا د اسلام آباد په لال جومات کې د ديني زده کوونکو سره نښتې کړېدي. دوی د يوه التيماتوم په پای ته رسېدنې سره چاودنې کړې او د جومات دروازه يې ورانه کړېده. د دوی په ځواب کې طالبانو د لاسي بمونو گذارونوه پرې کړيدي.
د پاکستان چارواک باور لري چې هنوز هم په جومات کې ٢٠٠ تنه شته، که څه هم پرون ١٢٠٠ تنه طالبان تسليم شول. د جومات واکمن غواړي په پاکستان کې افغانستان طالبانو ته ورته يو اسلامي حکومت منځ ته راشي.