په لاتینې امریکا کې د بې وزلې پر ضد د مبارزې لاره
۱۳۹۱ خرداد ۲۱, یکشنبه
دې ته ریو جمع ۲۰ ځکه وایي چې له نن څخه شل کاله مخکې د برازیل د ریو، ښار د ملګرو ملتونو د نړیوال اقتصادي کنفرانس کوربه وو. اوس ملګري ملتونه غواړي چی شل کاله وروسته د هغه کنفرانس پریکړې تر ارزونې لاندې ونیسي او ولیدل شي چې په لاتینې امریکا کې د بې وزلی وضعیت څه ډول دئ.
میرمن الیسیا بارسنا، د لاتینې امریکا په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان د اقتصادي چارو د اجرائیه کمیسیون مشره ده. که چیرې د لوږې پر وړاندې د مبارزې یا د هغې د کمولو مسئله مطرح شي، نو هغه نه شي کولای چې خپل احساسات پټ وساتي.
د دغې میرمنې هڅه دا ده چې د ریو +۲۰ په نامه د ملګرو ملتونو په دې نړیوال کنفرانس کې د خلکو زیات پام د فقر مسئلې ته را واړوي. نوموړې د فقر په وړاندې د مبارزې په اړه وايي:
«کله چې ۲۰ کاله وړاندې په ریو کې د ملګروملتونو نړیوال کنفرانس جوړ شو، د لاتینې امریکا ۴۸ سلنه خلکو په فقر کې ژوند کاوه، چې اوس د دوی شمیر ۳۰ سلنې ته راټیټ شوې دئ. دا په دې معنې چې موږ ۱۱۰ میلیونه انسانان د لوږې څخه ژغورلې دي. دا ښه خبره ده، خو کفایت نه کوي.»
لاتینه امریکا غواړې چې د فقرضد مبارزه کې فعاله اوسي
پوښتنه دا ده چې لاتینه امریکا د فقر پر وړاندې د مبارزې له پاره کومه لاره غوره کوي؟ کوم مشخص وړاندیزونه لري تر څو په دې توګه د ملګرو ملتونو نړیوال کنفرانس بریالیتوب ته ورسیږي او یوازې د فقر پر موضوع خبرې ونه شي؟
دا ټولې پوښتنې مخکې له دې چې د ملګرو ملتونو، اقتصادي نړیوال کنفرانس کې پرې بحث وشي، په مکسیکو کې د نوموړي کنفرانس د یوې مهمې غونډې په ترڅ کې پرې بحث وشو.
د لاتینې امریکا د سوداګرې د شورا غړی اینګوپلوګر، چې د میرمن الیسیابارسنا، تر څنګ ناست وو وې ویل:
«د فقر د کمولو په برخه کې یوازه یوه لاره موجوده نه ده. په افریقا کې د لاتینې امریکا په پرتله نورو تدابیرو ته اړتیا ده، خو موږ باید دا روښانه کړو چې د ریو جمع شل په کنفرانس کې موږ څه غواړو؟ او دا هم روښانه کړو چې خپلو موخو ته د رسیدلو له پاره څومره وخت لرو او ډیر ژر په عمل لاس پورې کړو.»
پلوګر، دې موخې ته د واقیعت په سترګه ګوري چې لوږه په نړیواله کچه د لسو کلونو په جریان کې ۲۰ فیصده را کمه شوې ده، خو هغه په دې اړه څه نه وايي چې دې موخې ته د رسیدو لاره کومه ده.
د ریو +۲۰ د کنفرانس څخه کومې هیلې کیدای شي؟
د ریو +۲۰ کنفراس د جون د میاشتې په ۲۲ نیټه جوړیږی. تراوسه پورې د ۱۳۵ هیوادونو مشرانو په دې کنفرانس کې د ګډون له پاره خپل چمتووالی ښوولی دئ، سربیره پر دې د غیر دولتي سازمانونو استازي هم په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
مکسیکو چې اوسمهال د جی ۲۰ د صنعتي او د صنعتي کیدو په درشل کې د هیوادونو مشري پر غاړه لري، غواړي چې د خوراکو توکو د تآمین، د دوامداره ودې او د فقر د له منځه وړلو په مسایلو کې د جې ۲۰ د غړو هیوادونو د نظر یوالی ترلاسه کړي.
د لاتینې امریکا د سوداګرې د شورا غړې اینګوپلوګر، وویل چې موږ باید د ریو +۲۰ په کنفرانس کې مشخص وړاندیزونه وړاندې کړو.
« موږ باید د ریو په کنفرانس کې د ودې او ټولنیز پرمختګ له پاره پر یو شاخص موافقه وکړو. دا شاخص باید په واضحه توګه وښیې چې آیا په یوه هیواد کې د انسانانو اقتصادې حالت په رښتیا هم ښه شوې دئ.»
میرمن الیسیار بارسنا، دې وړاندېز ته په ځواب کې وویل: « موخې، مهال ویش او دا چې دغه پلانونه موږ څرنګه تمویل کړو، باید د ریو+۲۰ په کنفرانس کې په روښانه ډول وړاندې شي. دا باید موږ د لاتینې امریکا داوسیدونکو په توګه، وړاندې کړو.»
مانویلا/ شمس الرحمن ناصر
کتونکی: سید ریاض