«په قطر کي له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوو»
۱۳۹۲ تیر ۵, چهارشنبهپه يوه ويديويي تماس کي دواړو مشرانو «يو وار بيا پر دې باندي ټينگار کړی دئ، چي سوله او د افغانانو په مشرۍ د سولي بهير په افغانستان او سيمه کي د زور زياتي د پای ته رسولو او ثبات ټينگولو له پاره تر ټولو مطمئنه لاره ده».
سپيني ماڼۍ ويلي دي، هغوی په دې هدف چي د طالبانو او افغانستان د سولي د عالي شورا ترمنځ د خبرو بهير پيل سي په دوحه کي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو پر ملاتړ باندي ټينگار کړی دئ.
داسي ښکاري چي اوباما دي کرزی بيرته د سولي د بهير په برخه کي تلاښونو ته هڅولی وي. کرزي په دوحه کي د طالبانو د دفتر تر پرانيستلو وروسته ويلي ول چي «بهرني قدرتونه» د دغه دفتر د پرانيستلو ترشا دي او تر هغه وخته چي دغه پروسه افغاني سوې نه وي گډون به پکښې ونه کړي.
طالبانو د تيري اوونۍ د سه شنبې په ورځ په قطر کي خپل دفتر پرانيست. د دفتر د پرانيستلو پر مهال د طالبانو د وخت سپين بيرغ او د دفتر پر مخ باندي د «افغانستان د اسلامي امارت» لوحې افغان ولسمشر حامد کرزی په غوسه کړ.
تر دې وروسته ولسمشر کرزي سمدلاسه له امريکا متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون پرسر خبري وځنډولې او په قطر کي ئې له طالبانو سره خبري تحريم کړې.
د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ايالاتو ځانگړی استازی جيمز دوبينز د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسېد تر څو د طالبانو د دفتر په اړه راپيدا سوی جنجال يو څه آرام کړي.
افغان حکومت ويلي ول، چي په قطر کي د طالبانو دفتر بايد يوازي له افغان حکومت سره د خبرو له پاره وکارول سي. د افغان حکومت د دغه اعتراض په پايله کي په قطر کي د طالبانو له دفتره سپين بيرغ او لوحه ليري سول.
سپيني ماڼۍ ويلي دي، چي دواړو ولسمشرانو د امنيتي تړون په اړه هم خبري کړي دي خو دا ئې نه دي ويلي چي دغه خبري اتري به بيرته څه وخت پيل سي.
جيمز دوبينز د سه شنبې په ورځ له کابله اسلام آباد ته سفر وکړ، چي له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو له پاره د دغه هيواد د لومړی وزير نواز شريف سره وږغيږي. له طالبانو سره د سولي د خبرو له پاره د پاکستان رول ډير مهم بلل سوی او ويل کيږي چي طالبانو ډير وخت په پاکستان کي پناځايونه درلودل.
د پاکستان د لومړی وزير د دفتر په حواله نواز شريف دوبينز ته ويلي دي چي د پاکستان له پاره «تر ټولو مهمه خبره» په افغانستان کي د سولي راتلل دي.