1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قزاقستان کي، د افغانستان جوړ ۶ ټنه چرس نيول سوي

۱۳۹۰ آذر ۳۰, چهارشنبه

د روسيې د نشه يي موادو پر ضد مبارزې پوليسو د خپلو اروپايي، امريکايي او پخواني شوروي اتحاد د جمهوريتونو همکارانو سره په گډو عملياتو کي ۶ ټنه چرس نيولي دي.

https://p.dw.com/p/13Wrb
يادونه: دغه انځور د چرسو د يو بل کانټينر د نيولو دئ
يادونه: دغه انځور د چرسو د يو بل کانټينر د نيولو دئانځور: AP

د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول اداره مطبوعاتي مامور وايي، چي دغه چرس، چي د افغانستان جوړ دي د خپلو همکارانو په مرسته يې په قزاقستان کي نيولي دي.

«د دوو مياشتو را په دېخوا ويل کېده چي د قزاقستان څخه د روسيې او لاتويا له لاري په اورگاډی او کښتيو کي کاناډا ته نشه يي مواد قاچاقيږي.»

د هغه په خبره دغه نشه يي مواد لومړی د افغانستان څخه د قاچاقبرو له خوا تاجکستان ته انتقال سوي، هلته په ۷۰۰ داسي تختو کي ځای پر ځای سوي ول، چي شاومخ يې فارميکا وو.

«دغه چرس بيا وروسته په يو کانټينر کي ځای پرځای او د اورگاډي له لاري قزاقستان ته لېږدول سوي، چي هلته وختي لا ددغه هيواد د ملي امنيت مامورين ورته انتظار ول.»

دغه اداره وايي، چي د عملياتو په نتجه کي يې د جرسو ليږدونکی نيولی او د کاناډا هغه ښار يې هم پيژندلی چي دغه چرس ور انتقالېده.

د نشه يي موادو پرضد دغو ځانگړيو عملياتو کي د روسيې، جرمني، کاناډا، لاتويا، امريکا او فرانسې ځانگړیو پوليسو برخه لرله.

د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې مطبوعاتي دفتر وايي، چي ددغه برياليو عملياتو په ترځ کي «د کاناډا په يو ښار کي ددغه موادو تر لاسه کوونکئ او د هغه نور کارو باريان نيول سوي دي.»

روسيې ددغه عملياتو تر بريالي پاته رسېدو وروسته د خپلو ټولو همکارانو، په ځانگړې توگه د قزاقستان له ملي امنيت ادارې څخه مننه کړې.

دا په داسي حال کي ده، چي تيره ورځ د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې ويلي ول، چي د افغانستان څخه ور قاچاقېدونکو نشه يي موادو څخه يې هر کال شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په دغه هيواد کي شاوخوا پنځه ميليونه انسانان د نشه يي موادو د استعمال څخه کړيږي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم