1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قرغزستان کي بحران وخامت موندلي . اوروپايان بايد څه وکړی؟

۱۳۸۹ خرداد ۲۷, پنجشنبه

د آلمان غږ راډویو مبصر«مان تایفل»: د اوروپايي ټولني دپاره دقرغزستان دسويلي سيمي ناآرامي بايد ددي نښه وي چي دوي بايد په بشکک کي د نوي حکومت ملاتړ وکړي او که نه ښايي ددغه بحران لمن نورهم پراختيا پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/Nssy
په قرغزستان کي په لس ګونو زره خلک له خپلو ټاټوب څخه تيښتو ته مجبوره کيږي چي ډيري په خټه ازبک قرغزيان دي
په قرغزستان کي په لس ګونو زره خلک له خپلو ټاټوب څخه تيښتو ته مجبوره کيږي چي ډيري په خټه ازبک قرغزيان ديانځور: AP

کله چي سړي له قرقزستان څخه دازبکو دپناه غوښتو نکود بهيرعکسونه ويني او له دوي څخه اوري چي د اوش او جلال آباد په ښارونو کي په دوي باندي څه تير شوي ، نو په اوروپا کي سړي ته ديوګو سلاويا دويشل کيدو خاطري را په ياديږي . چي څنګه قامونه او نژادونه يو دبل په مقابل کي را پاڅيږي . په تيره بيا چي په مطبوعاتو او خبري رسنيو کي ډير ژر دا خبره اوريدل چي دقرغزستان په سويلي سيمو کي له ډيري مودي راهيسي دازبکو او قرغزيانو ترمنځ قامي او نژادي لانجي وي او بيا په خپاره شوي رپوټونو کي داهم ويل کيږي چي قرغزيان عاملين او ازباکان ددغه پيښو قربانيان دي . ځکه دا ازبکان دي چي تيشتي ته اړ شوي . خو داخبره او دغه انځور چي دقرغزستان دروانو حالاتو په هکله وړاندي کيږي يو سالم انځور نشي بلل کيدلاي .

ازبکان او قرغزيان دواړه ددغه پيښو قربانيان دي :

ځکه په واقعيت کي هم ازبکان او هم قرغزيان ددغه پيښو قربانيان بلل کيږي .

که چيري سړي دسيمي حالات سم وڅيړي ،نوپوهيداي شي چي دقرغزستان په زور زياتيو کي هم ازبکانو او قرغزيانو قرباني ورکړي . که ازبکان بهر ته تښتيدلي دي ، قرغزيان هم داوش او دجلال آباد دښار ونود ناآراميو په بهير کي دي ته اړشوي چي پخپلو کورونويا نوروځايونو کي ځانونه پټ کړې .

ځکه په نوموړي ښارونو کي هم ازبکان او هم قرغزيان دهغه باندونو قربانيان دي چي دوي په تيره اوني کي په سيستماتيک ډول سره دويري او وحشت يوه فضا رامنځ ته کړي . ددغه باند غړي کله دقرزيانو په څيره راڅرګنديږي ، چي قربانيان يي ازباکان دي او بيا کله دازبکو په څيرو سره عمل کوي او قرغزيان تهديدوي . هسي چي دسيمي کار پوهان وايي دوران کارانو باند دلاسي تلفونونو او نورو مخابراتي مودرنو وسايلو سره بخپل منځ کي تماسونه لري او غواړي ديوه ټاکلي پلانه سره سم په سيمه کي ويري وحشت او ناآراميو ته لمن ووهي .

پلان شوي ناآرامي :

داچي دقرغزستان په سويل کي نآآرامي په سويلي افريقا کي دفتبال داتلولي د نړيوال لوبو دپيل په ورځ پيل کيږي ، يوه تصادفي پيښه نشي بلل کيدلاي . بلکي داسي ګومان کيداي شي چي دا دمخه يو پلان شوي عمل و چي بايد داوش په ښار کي په لمړي سرکي پنځه نښتي شوي واي . څنګه داوش په ښار کي قرغزيان چي په بشکک کي دحکومت چاري په لاس کي لري يو ناڅاپه راپا څيږي او په ازبکو باندي بريدونه کوي . نه داسي بيلګي او شواهد شته دي چي دقرغزستان په سويلي سيمو کي ورانکارانو په دغه ناآراميو لاس پوري کړي تر څو چي د روزا او تونبايف به مشري دقرغزستان عبوري حکومت له ستونزو سره مخامخ کړي ،او هغه ريفرندم له ماتي سره مخامخ کړي چي دقرغزستان داساسي قانو ن دپاره بلان شوي و .

داچي دغه ورانکاران د قرغزستان دپخواني را پرزول شوي جمهور ريس کرمان بيک بقايف اويا دهغه دکورنۍ سره چي ددغه هيواد په سويلي سيمو کي دير نفوذ لري تړلي يا د نشه يي توکو دمافياو سره ددي بوښتنۍ ځواب آسانه ندي خو مهمه خبره ددغه باندو موجوديت دي .

بايد دقرغزستان داوسني عبوري حکومت ملاتړ وشي :

مهمه خبره داده چي بايد اوس د روزا اوتانبايف په مشري دقرغزستان دعبوري حکومت ملاتړ وشي تر څو وشي کړاي ددغه هياو به سويلي سيمو کي سوله او ثبات تامين کړي او په هيواد کي دقانون او نظم رعايت وکړي تر څو چي پناه غوښتونکي وشي کړاي بيرته خپلو سيمو ته ستانه شي . او په دغه هيواد کي داساسي قانو ن په هکله هغه ريفرندم عملي شي چي دجون دمياشتي په ۲۷ نيټه پلان شوي دي . دي موخي ته درسيدلو دپاره بايد اوروپايان او امريکايان ، دملګرو ملتونو دټولنۍ له له لاري دروسيي سره يو ځاي کار وکړي . دا چي لويديځو هيوادونو تر اوسه دقرغزستان دعبوري ملاتړ هسي چي ښايي ندي کړي ، دا يوه لويه اشتباه بلل کيداي شي .

انګو مان تايفل/ ضياءالحق فضلي

کتونکي: عبدالباري حکيم