1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قاهره کي د احتجاجي کمپونو د له منځه وړلو پر مهال مرگ ژوبله

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۲۳, چهارشنبه

د مصر پوليسو د ليري کړل سوي جمهور رئيس محمد مرسي د پلويانو د احتجاجي کمپونو په له منځه وړولو پيل کړی دی. ويل کيږي چي د پوليسو او احتجاج کوونکو ترمنځ په تاوتريخوالي کي مرک ژوبله رامنځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/19P2J
Police detain a supporter of ousted Egyptian President Mohamed Mursi during clashes in central Cairo August 13, 2013. Clashes broke out in central Cairo on Tuesday when Mursi supporters came under attack as they marched to the Interior Ministry, a Reuters reporter said. Supporters of the new military-installed government hurled stones at the marchers and threw bottles at them from balconies. Police then fired tear gas at the pro-Mursi protesters. A few thousand pro-Mursi protesters were taking part in the march when the trouble erupted. Local residents taunted them, calling them terrorists and saying they were not welcome. They then began throwing stones at them. REUTERS/Mohamed Abd El Ghany (EGYPT - Tags: POLITICS CIVIL UNREST TPX IMAGES OF THE DAY)
Ägypten Proteste Kairoانځور: Reuters

د مصر امنيتي ځواک د چهار شنبې ورځي (۲۰۱۳ کال د اگست ۱۴) په سهار په قاهره کي د مرسي د پلويانو د سترو احتجاجي کمپونو د له منځه وړلو اقدام وکړ. د راپورونو له مخي پوليسو د بلدوزرانو او زغره والو موټرو په مرسته د دغو کمپونو په له منځه وړلو پيل کړی دی.

عيني شاهدان وايي چي د مظاهره کوونکو د سره پاشلو له پاره يې له اوښکي بهونکي گاز څخه هم کار اخيستل سوی دئ. حکومتي چارواکو له دوو اوونيو راهيسي خبرداری ورکړی وو، چي دغه کمپونه به له منځ وړي.

د فرانسې خبري آژانس د يوه امنيتي چارواکي په حواله ويلي دي: «دغه عمليات د احتجاج کوونکو د تيت او پرک کولو له پاره دي.» دغه آژانس دغه راز د خپل يوه خبريال په حواله خبر ورکړی دی، چي د احتجاج کوونکو د کمپونو د له منځه وړولو پر مهال نزدې ۱۷ تنه وژل سوي هم دي.

د اخوالمسلمين يوه وياند جهاد الحداد، ويلي دي چي د امنيتي ځواک له خوا د احتجاجي کمپونو د له منځه وړول پرمهال «سل تنه وژل سوي او تر ۲۰۰ تنو زيات ټپيان سوي دي.» هغه دغه راز له مصريانو څخه غوښتي دي چي د «عام وژني» د مخنيوي له پاره دي سړکونو ته راووځي.

د قاهرې يوه برخه
د قاهرې يوه برخهانځور: Reuters

د خوالمسلمين وياند په خپله تويتر پاڼي کي ليکلي دي: «دا د [احتجاج کوونکو] د تيت او پرک کولو له پاره تلاښونه نه دي، بلکي د هغه مخالف ږغ د خفه کولو له پاره دي چي د پوځي کودتا پر ضد راپورته سوی دئ.»

د مصر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی دئ، چي د دغو کمپونو د سره پاشلو پرمهال د امنيتي ځواک دوه تنه د مرميو تر شليک لاندي راغلي او وژل سوي دي. خو تر اوسه پوري دولتي چارواکو د وژل سوو کسانو دقيقه شمېره نه ده ښوولې.

دغو مظاهره کوونکي چي د مرسي د بيرته راتگ غوښتنه کوي، له څو اوونيو راهيسي ئې دغه احتجاجي کمپونه جوړ کړي ول او هلته پکښې اوسېدل. دوی حتی په دغو کمپونو کي موقتي مغازې پرانيستي وې او هغه مهال چي دولت برېښنا ور باندي قطع کړه، نو د (سولر) يا لمريزي برېښنا په مرسته ئې بيرته دغه کمپونه روښانه کړل.

محمد مرسي د ران کال د جون مياشتي پر دريمه نېټه د پوځ له خوا له واکه ليري سو. تر دې دمخه چي مرسي له واکه ليري سي، د دغه هيواد پوځ هغه ته ضرب الاجل وټاکی تر څو له خپلو مخالفينو سره د خبرو له لاري يوه جوړ جاړي ته ورسيږي.

مرسي په ۲۰۱۲ کال کي د خپل سيال احمد شفيق په مقابل کي د رايو په لږ توپير سره ټاکني وگټلي او د دغه هیواد جمهور رئيس سو. خو تر يوې کلني دورې وروسته د پوځ له خوا بيرته له واکه ليري سو.

وروسته له هغه چي په مصر کي واک پوځ ترلاسه کړ په دغه هیواد کي د تاوتريخوالو په پيښو کي د راپورونو له مخي ۲۵۰ تنه وژل سوي دي چي اکثره ئې د مرسي پلويان دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب