په فلیپین کې بیا له یوسخت توپان څخه ویره
۱۳۹۳ آذر ۱۵, شنبهفلیپین کې د«هگوپیت» د توپان له ویرې پراخ امنیتي تدابیر په لاره اچول شوي دي. دغه توپان که څه هم د فلیپین سمندري سواحلو په لور ډير ورو خوځیږي، خو په نس کې یو ډير تند او گړندی باد چې د الکاهل د سمندر پر سر لیدل کیږي، نغښتی دی.
د بیړنیو پیښو اداره د امنیتي تدابیرو د نیولو خبره کوي
د توپان لومړې څپې د سختو بارانونو او یو پیاوړي باد سره فلیپین ته لا مخکې رسیدلي دي. د هوا د وړاندې وینې ملي ادارې ویلی دي چی د «هگوپیت»توپان خپله ښایی د سیمی په وخت د یکشنبې په سهار وختي د فلیپین سواحلو ته ورسیږي. له دې مخکې نن ( شنبه د ۲۰۱۴ کال د دسمبر ۶ مه) د هغه انتظار کیده.
په زرهاو خلک هڅه کوي چې ځانونه بیړنیو سرپناو ته ورسوي. د طبیعی آفاتو سره د مبارزې ادارې خبر داری ورکړې چې د فلیپین ختیځ سواحلو کې ښايي د توپان څپه تر ۴،۵ مترو پورې لوړه وي او هغې سره تند باد او سخت بارانونه ملگري وي. د رپوټونو له مخې له دغې سیمې څخه ۶۰۰ زره خلک کډه شوي او هغوی ته په ښونځیو، سپورتي جیمنازیومونو، عامه ودانیو او کلیسیاو کې بیړنې سرپناوې جوړې شوي دي. د فلیپین د مختلفو ټاپوگانو ترمنځ په سلهاو هوايی الوتنی او د بیړیو سفرونه ځنډول شوي دي.
«هگوپیت»توپان د فلیپین په لور په هغې لاره روان دی چی ۱۳ میاشتې مخکې د «هیان» توپان راغلی ؤ. د هوا پیژندنې د محاسبو له مخې دغه نوی توپان ښايي په لومړي سرکې د نوموړي هیواد ختیځ ولایت سمار ته ورسیږي. دغه راز د «سیبو» ولایت هم د خطر په حوزه کی پروت دی. د هوا پیژندونکو د ویناوو له مخې د فلیپین هیواد ډيرې برخې د سختو حاره یی توپانونو سره لاس او گرویان دی چې مخکې له دی گمان نه کیده. د هیواد پلازمینه مانیلا کې هم د خطر زنگ غږول شوی دی.
د هوا پیژندې اداره اټکل کوي چی د توپان په سر کې د باد سرعت تر ۲۳۰ کیلو متر في ساعت دی. د «سفیر - سیمپسون» په نامه د توپان په پنځه پړاو لرونکي مقیاس کې د «هاگوپیت» توپان په دریمه درجه کې راځي. چارواکي وايی چې هغوي د پخواني «هیان» توپان له ورانیو څخه تجربه لري او د نوی توپان د ورانیو د مخنیوي لپاره یی اړين تدابیر نیولي دي. د«هیان» توپان د زرهاو انسانانوڅخه ژوند واخیست او بی شمیر وارنیو سبب وگرځید.