1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فضا کې د دوو ښځو له خوا د لومړني ماموريت پيل

۱۳۹۸ مهر ۲۷, شنبه

د فضانوردۍ په تاريخ کې د لومړي ځل له پاره دوه فضانورو ښځو په فضا کې خپل ماموريت ترسره کوي. تر دې وړاندې دغه ډول ماموريتونه يا نارينه و او يا هم د مختلط ټيمونو له خوا ترسره شوي دي.

https://p.dw.com/p/3RZ94
Austronautin Jessica Meir (links) und Christina Koch
کریستینا کوخ (ښې لور) او جسیکا میرانځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/NASA

کريستينا کوخ او جسيکا ماير په نړيوالې فضايي اډې ISS کې د يوې آلې د ترميم په موخه خپل فضايي ماموريت پېل کړ. په دې ترتيب دا د فضانوردۍ په تاريخ کې د ښځينه فضانوردانو لومړنی ټيم دی چې له فضايي بېړۍ يا مرکز څخه دباندي په فضا کي د ماموريت له پاره ځي.

په پام کې وو چې دغه ماموريت د روان کال په مارچ مياشت کې د کوخ او آن مک کلاين هغې ښځينه فضانوردې چې اوس ځمکې ته راګرځيدلې ده؛ تر سره شي، خو د امريکا فضايي سازمان (ناسا) اعلان وکړ چې د فضانوردۍ «متوسط سايز» جامو د کمښت له وجې دغه ماموريت وځنډيد.

کريستينا کوخ د مارچ په ۱۴مه په خپل لومړني فضايي ماموريت کې نړيوالې فضايی اډې ته دننه شوه او په پام کې ده چې د ۲۰۲۰م کال تر فبرورۍ مياشتې پورې په دغې اډه کې پاتې شي. هغه به يو بل ريکارډ هم جوړ کړي او هغه دا چې تر اوسه پورې دومره اوږده موده هيڅ ښځينه فضانوردې په فضايي اډه کې نه ده پاتې شوه.

په فضايي اډې کې د اوږدې مودې د اقامت لرلو اوسنی ريکارډ، فضانورده پګي ويستون لري چې ۲۸۸ ورځې په فضا کې اوسيدلې ده.

د يادولو ده چې د فضانوردۍ په تاريخ کې د ښځو او نارينه وو ګډ فعاليت ته دومره پام نه دی شوی. تر اوسه پورې د ۲۰۰ نارينه وو نومونه د فضانوردانو په توګه ثبت شوي دي په داسې حال کې چې په دغې موده کې يوازې ۱۵ ښځې په دې بريالۍ شوي چې فضايي سفرونه وکړي. لومړنۍ ښځينه فضانورده له پخواني شوروي اتحاد څخه والنتينا ترشکووا وه، چې په کال ۱۹۶۳ کې يې فضا ته سفر وکړ.