1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فارس خليج کي د شتمنو له پاره مصنوعي ټاپو

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

مرواري مصنوعي ټاپو چې په فارس خلیج کې د قطر پلازمینې دوحې ته نزدې پروت دی، د نړۍ شتمن کسان ځان ته جذبوي. دغه ټاپو ۴۰۰ هکټاره پراخ دی د هسکو ودانيو په لرلو سره به د سيلانيانو د خوښي ټاپو وي او شتمن به ځان ته راجذب کړي.

https://p.dw.com/p/2x29Y
Katar - Künstliche Insel bei Doha
انځور: picture-alliance/Newscom/UPI/NASA

د روان کال تر پایه پورې به په فارس خلیج کې د مرواري په نوم مصنوعي ټاپو د جوړولو چاري پای ته ورسیږي. په دې سیمه کې داسې کورونه جوړ شوي چې د ایټالیا په توسکانا، د فرانسې په سویلي او د هسپانيا په سواحلي سیمو کې جوړو شویو کورونو ته ورته دي.

مرواري ټاپو به تر ۳۰ زرو زياتو کسانو د اوسېدو ځای وي. اوس په دې ځای کې یوازي څو زره کسان اوسیږي. دغه ټاپو په عربي نړۍ کې یو له ډیرو لویو ساختماني پروژو څخه بلل کیږي.

د دغه ټاپو د جوړولو چارې په ۲۰۰۴م کال کې پیل شوې. ټاپو د دوحې د لویځ ساحل په څو سوه متري کې پرت دی. دغه ټاپو په داسې سیمه کې جوړ شوی دی چې پخوا به پکښې خلکو مرواري لټول او له همدې کبله یې نوم مرواري ایښودل شوی دی.

Katar - Künstliche Insel bei Doha
په قطر کې د مروارید ټاپو یو انځورانځور: Getty Images/AFP/Y. Al-Zayyat

په مرواري کې وړکتونونه، ښوونځي او د خریداري لوی مرکزونه جوړ شوي دي. ټاپو څلور ساحله لري چې ۷۰۰ کښتۍ پکښې ځاي پر ځای کیدای شي.

خو په دې سیمه کې ژوند هم ډیر مصارف لري. په دې ټاپو کې یو کور چې ۲۶۰۰ متر مربع وي، شاوخوا درې نیم میلیونه ډالره ارزښت لري.

که څوک غواړي لږ پیسې مصرف کړي، نو کولای شي چې د دې ټاپو په یوه هسکه ودانۍ کې یو اپارتمان واخلي. که څوک د دې ټاپو په یوه ودانۍ کې یو اپارتمان چې ۱۲۹ متر مربع وي اخلي نو باید ۲۷۵ زره ډالر ورکړي.

که څه هم په قطر کې د پیسو او مالداره کسانو کمی نه شته، خو بیا هم دغه ټاپو د بهرنیو شمتنو کسانو له پاره جوړ شوی دی. له همدې کبله په قطر کې داسې قانون رامنځ ته شوی چې په دې سیمه کې د کورونو اخیستونکو او کورنیو ته یې د قطر د اوسیدو اسناد ورکول کیږي.

په لومړي سر کې د دې پروژې د جوړولو مصرف دوه میلیارده او ۵۰۰ زره ډالره اټکل شوی وو، خو اوس یې لګښت ۱۵ میلیاردو ډالرو ته رسیدلی دی.