شخړي
په غور کې د ټاکنو کمیسیون برمته شوي کارکوونکي آزاد شول
۱۳۹۷ فروردین ۳۱, جمعهاعلان
وسله والو کسانو د سه شنبې په ورځ په غور ولایت کې د نوم لیکنې پر یوه مرکز باندې برید وکړ او د ټاکنو کمیسیون درې غړي او دوه پولیس یې برمته کړل. د غور د پولیسو ویاند اقبال نظامي، د برید پړه پر طالبانو باندې واچوله چې ټاکنو ته د چمتوالي نیولو بهیر له پیل راهیسې په دغه شان یوه مرکز باندې لومړی برید وو.
نظامي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې ځايي مشرانو له طالبانو سره خبرې کړي او هغوی یې د برمته نیول شویو کسانو آزادولو ته راضي کړي دي. هغه ټینګار کړی دی چې د دغو کسانو د آزادي په بدل کې طالبانو ته پیسې نه دي ورکړل شوي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي مشر فضل الله جلالي، هم تایید کړې ده چې د هغه کارکوونکي او پولیس آزاد شوي دي. د هغه په خبره تر برید لاندې راغلي مرکز کې به تر هغه وروسته چې امنیتي چارواکي ډاډ ورکړي، یو ځل بیا کار پیل کړي.