1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غور کي ۱۳ تنه برمته سوي کسان ازاد سول

۱۳۹۱ آبان ۱۱, پنجشنبه

د غور ولايت چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي ۱۳ تنه برمته شوي ملکي کسان تر څو ورځني څنډ وروسته د وسله والو له منګولو څخه ازاد سول.

https://p.dw.com/p/16anU
انځور: picture-alliance/Jane Sweeney

د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي نن پنجشنبه (۲۰۱۲ کال د نومبر لومړۍ نیټه) دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته د تليفون پر ليکه وويل، چي دغه کسان د ولسي مشرانو په مرسته ازاد سوي دي:

«دغه کسان د ولسي مشرانو په مرسته ازاد سوي دي او هغه اوازې چي دا کار په پيسو شوی، بې ځايه دي.»

دغه کسان د لوی اختر په لومړۍ ورځ د غور ولايت په چهارصده ولسوالي کي هغه مهال د وسله والو له خوا و تښتول سول، چي په همدغه ورځ د فاریاب ولايت په ځانمرګي بريد کي د دې ولسوالۍ يو تن اصلي اوسیدونکی وژل سوی وو او دوی د هغه د جنازې په راوړلو پسې روان ول.

د غور د والي ویاند د دغو کسانو د تښتولو عامل په سيمه کي قومي دښمني ياده کړه. د دې پېښي په اړه د احتجاج په توګه د تيري شنبې په ورځ د افغانستان د سولي د عالي شورا یوې غړي مېرمن شمایل عزیزي، د هرات ولایت د ولایتي شورا مخ ته خیمه ودروله او د نه خوړلو اعتصاب يې اعلان کړ.

مېرمن شمایل په خپله خېمه کي خبريالانو ته وويل، چي د غور ولايت د قومي دښمنيو اور ته د محلي ادارې ځيني کسان لمن وهي:

«د دغه ولايت د پهلوانانو او چشتي په نوم دوو قبیلو ترمنځ له لسو کلونو راهيسي قومي شخړي رواني دي او محلي اداره یې نه یوازي د حل له پاره اقدام نه کوي، بلکي ځیني دولتي مامورین په پټه د یوې يا بلي ډلي کسانو پلوي کوي، چي دا د شخړو اور ته لمن وهل دي.»

هغې زياته کړه، چي په دغو قومي شړخو کي تر اوسه پوري نزدې ۲۰۰ تنه ځوانان وژل شوي دي.

که څه هم د شمایلي د اعتصاب خیمه د یکشنبې په ورځ د هغې د کورنۍ د غړو له خوا ټوله شوه، خو دې وويل، چي د حکومت د نه پاملرني په صورت کي به خپل اعتراض ته په کور کې دوام ورکړي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي په چهار صده ولسوالۍ کي د دوو قبیلو ترمنځ د مرګوني دښمنۍ او په وسلو د سمبالو ځوانو د شتون خبر تایید وي، او وايي، چي په سيمه کي د غير مسووله وسله والو کسانو د بې وسلې کولو چاري رواني دي.

دا لومړی ځل نه دی، چي په غور ولايت کي ملکي وګړي تښتول کیږي، بلکي څه موده دمخه هم په دغه ولايت کي له ښوونځيو څخه څو تنه ماشومان تښتول شوي ول چي تر لږ څنډ وروسته یې د څو تنو مړي وموندل شول.

د دغه ولايت د ليري پرتو ولسواليو اوسيدونکي په خپلو سیمو کي له غير قانوني وسله والو کسانو څخه شکايت کوي، او وايي چي په سيمه کي پوليس او دملي اردو ځواکونه هيڅ شتون نه لري.

شرفيار/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش