په غور کي وسله والو لس تنه ماشومان تښتولي دي
۱۳۹۱ شهریور ۵, یکشنبهد غور ولايت د چارسدې ولسوالۍ يوه استوګن، شرعلم، د تليفون پر ليکه په هرات کي د دويچه ويله پښتو ويبپاڼي خبريال ته ويلي، چي نن د يکشنبې ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست۲۶) له غرمې مخکي ناڅرګندو وسله والو د غزنين، په نوم کلي باندي يرغل وکړ.
د هغه په خبره پر دې سربيره چي وسله والو د خلکو ډيري شتمنۍ لوټ کړې لس تنه ماشومان چي ډيری ئې د ښونځي زده کوونکي ول، له ځان سره برمته کړي دي.
هغه وايي د تښتول سوو کوچنيانو له ډلي څخه د درو تنو د وژنی خبر ور رسېدلی دئ:
«وسله والو تيره ورځ زموږ د سيمي د پوليسو قوماندان ګل احمد خان، په ماين سره وواژه، بيا دا دي نن ئې پر کلي باندي يرغل وکړ، د خلکو مالونه ئې چور کړل، درې تنه ماشومان يې وژلي دي او نور ډير ئې له ځانه سره بيولي دي.»
د هغه په خبره تښتول سوي کوچنيان د "بردېز او کورګين" د کليو اوسېدونکي دي.
د غور سرپرست امنيه قوماندان سمونوال مرتضى مصلح، هم په سيمه کي خبريالانو ته دغه خبره تائيد کړه، چي لس تنه زده کوونکي تښتول شوي دي. خو د تښتول سوو ماشومانو له ډلي څخه ئې د څلورو تنو د وژلو خبر ور کړ.
هغه وويل چي سيمي ته ئې پوليس لېږلي دي او د عاملينو د نيولو عمليات ئې پيل کړي دي. د دغه ولايت د والي وياند عبدالحي خطيبي بيا، د پېښي تر شاه د طالبانو لاس بولي او وايي، چي د پېښي د تازګۍ له وجه رسمي راپور نه دئ ورته رسېدلی خو په لومړيو راپورونو کي هغه د درو تنو ماشومانو د وژني خبر تائيد کړ:
«هوکې په پيښه کي د خلکو شخصي شتمنۍ لوټ شوي دي. درې تنه ماشومان هغوی وژلي دي، او يو شمير ئې له ځانه سره بېولي دي. عاملين ئې د مرغاب ولسوالۍ له طالبانو سره تړاو لري. دغه ډول عمل د طالبانو کار دئ.»
خو طالبانو په دې اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
غور د افغانستان د مرکزي ولاياتو په ډله کي نسبتاً امن ياديده. خو په دې وروستيو وختونو کي پرله پسې څو د ناامنيو پېښو خلک انديښمن او په ځينو سيمو کي ئې د طالبانو د فعاليت شکايتونه کيږي.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل