1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کې لاریون: اسرائیلو څلور فلسطینیان وژلي

۱۳۹۸ فروردین ۱۱, یکشنبه

د اسرائیلو پر ضد د فلسطینیانو اعتراضونه د یو کال راهیسې ادامه لري. د غزې په تراډه کې اعتراض کوونکي فلسطینیان له اسرائیلي ځواکونو سره ښکیل شوي او اعتراضونو خونړۍ بڼه غوره کړې چې درنه مرګ ژوبله هم لري.

https://p.dw.com/p/3Fxzq
Gaza | Plästinenser protestieren im Gaza-Streifen
انځور: Getty Images/AFP/M. Hams

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د مارچ میاشتې په ۳۰ نیټه) د غزې سیمې د عامې روغتیا وزارت وویل چې د غزې تراډې پولې ته څیرمه د فلسطینیانو د پراخو اعتراضونو په پایله کې څلور فلسطیني لاریون کوونکي وژل شوي او سلګونه نور بیا ټپیان دي. یاد وزارت ویلي چې په دغو اعتراضونو کې چې په پنځو بیلابیلو سیمو کې په لاره اچول شوي، یو ۱۷ کلن هلک او یو بل ۲۱ کلن کس د وژل شوو کسانو په ډله کې دي.

اسرائیلو چې د یاد مرګونو په هکله یې څرګندونې نه دي کړې، ویلي چې د اعتراضونو تر پای ته رسیدو څو ساعتونه وروسته له غزې څخه پنځه توغندي پر اسرائیلو توغول شوي دي چې په پایله کې یې د تلفاتو رپوټ نه دی ورکړل شوی. اسرائیلو ویلي چې د توغندیو په ځواب کې اسرائیلي ټانکونو د حماس ډلې امنیتي پوستې تر برید لاندې نیولي دي.

په لاریون کې د لس هاوو زرو کسانو ګډون

عیني شاهدانو او فلسطیني چارواکو خبر ورکړی چې د اسرائیلو او فلسطین پولې ته څیرمه پر دغو لاریونونو باندې اسرائیلي پوځ ډزې کړي دي. د معلوماتو په اساس ځینې کسان د چرو له ټپونو، ربړي مرمیو او یا د اوښکي بهوونکي ګازونو د مرمیو په ډزو کې ټپیان شوي دي.

Israel Palästina Gaza Konflikt Protest
انځور: Reuters/M. Torokman

اسرائیلي پوځ بیا ویلي چې د لاریون کوونکو یوې ډلې هڅه کړې چې د غزې په پوله باندې غځول شوي اغزن سیم ته نیږدې شي، د تیږو ګوزارونه یې کړي، ټایرونو ته یې اور اچولی او همداراز لاسي بمونه او چاودیدونکي آلې یې ګوزار کړي دي.

د اسرائیلو پوځ، د ځوابي عمل په هکله ویلي: «د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو سرتیري د لاریون د پاشلو په وسایلو ځواب ورکوي او د عملیاتو د لارښوونو د معیار په اساس ډزې کوي.»

بل لوري ته د غزې په ښار کې د جوماتونو د لوډسپیکرونو له لارې خلک هڅول شوي چې په دې لاریون کې ګډون وکړي او د بارانونو سربیره، بسونو خلک د لاریون سیمې ته انتقال کړي دي. لسګونو زرو فلسطینیانو د لاریون په هکله دغو غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی خو له دوی څخه زیاترو یې د پولې سیمې ته څیرمه په لاریونو کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

د لاریونونو کال

په دې لاریون سره د فلسطینیانو له لوري د دوامدراه لاریونونو یو کال پوره کیږي. په ۱۹۴۸م کال کې تر یوې جګړې وروسته کله چې اسرائیل رامنځ ته شو، ګڼ شمیر فلسطینیان د خپلو سیمو پریښودو او مهاجرت ته اړ شول. اوس د کابو یوه کال راهیسې فلسطینیان لاریونونه کوي او خپلو کورونو او سیمو ته د مهاجر شویو فلسطینیانو د بیرته ګرځیدو غوښتنه کوي.

Gaza Grenzstreifen Protest Israel
انځور: Reuters/M. Salem

له هغه وخت راهیسې چې د دغو لاریونونو لړۍ پیل شوې، له ۲۰۰ ډیر فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو په لاس وژل شوي دي. د تیر میلادي کال په مې میاشت کې وروسته له هغې چې امریکا متحده ایالاتو بیت المقدس ته د خپل سفارت د انتقال پریکړه وکړه، یوازې په یوه ورځ لږ تر لږه ۶۲ فلسطیني اعتراض کوونکي له اسرائیلي ځواکونو سره په شخړو کې ووژل شول. په دې ترڅ کې دوه اسرائیلي سرتیري هم وژل شوي دي.

اوسمهال مصري مرکچیان د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ د اوربند د یوه توافق په هکله هڅې کوي. د شنبې په ورځ حماس ډلې ویلي چې دوی د یوه احتمالي توافق په هکله له مصریانو څخه مثبتې نښې ترلاسه کړي دي. یادې جنګیالۍ ډلې ویلي چې د یاد توافق په چوکاټ کې د اسرائیلو او فلسطین پولې ته څیرمه د کرارۍ په ځواب کې د اسرائیلو له لوري اقتصادي امتیازات هم شامل دي.

(KH/NS (AFP, AP