په غزه کي شل تنه فلسطينيان وژل سوي دي
۱۳۸۶ اسفند ۱۰, جمعهاعلان
د حماس ګوند پر اسرايلو باندي د توغنديو يرغلونو ته دوام ورکوي. د اسرايلو حکومت د حماس لخوا د توغنديو د يرغلونو د دوام له کبله ګواښ کړی دی، چي د غزې تراډي ته به ور ننوزي. حماس د اسلامو هيوادونو څخه غوښتنه کړې ده، چي د اسرايلو پر ضد پراخ احتجاجونه وکړي. د حماس په يوې اعلاميې کي ويل کيږي، چي د جمعې تر لمانځه وروسته ښايي، چي د څو لاريونونو په ترځ کي اسرايلي يرغلونه وغندل سي.
اروپايي شورا او د امريکا متحده ايالتونو د غزې په تړانګه کي د جګړو د ډېرېدو له کبله خپله اندېښنه څرګنده ګړې ده.