په عراق کې بمي چاودنو ۷۳ تنه وژلي دي
۱۳۹۱ مرداد ۲۷, جمعهاعلان
په عراق کې د پرله پسې بمي بریدونو له امله لږ تر لږه ۷۳ انسانان وژل سوي او څه د پاسه ۱۸۰ تنه ټپیان سوي دي. یوازی په پلازمینه بغداد کې هغه وخت ۳۰ تنه له منځه ولاړل، کله چې د دغه ښار په جنوب کې پر موټر سایکل کې او په شمال کې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي و چاودیدل.
همدارنګه د کرکوک او موصل په ښارونو کې هم ځانمرګو برید کوونکو ډېری انسانان له ځانه سره ووژل او ځینی کسان ئې ټپیان کړل. په مجموعي ډول د دغه هیواد په پنځلسو سیمو کې د چاودنو او نښتو رپوټونه ورکول سوي دي.