په طلوع افغان کې ولي زاړه مطالب خپریږي؟
۱۳۹۱ تیر ۲۷, سهشنبهکه څه هم د طلوع افغان ورځپاڼې مرستيال عبدالله ستورى، وايي چې دغه ورځپانه د کندهار د تکړه لیکوالانو لیکنې چاپوي او ډیره غني وي خو یو شمیر لوستونکي ئې په دې اند دي چې د طلوع افغان په ورځپاڼه کې ډیر وخت زاړه مضمونونه خپریږي. د طلوع افغان یو لوستونکي وایي:
«هغه يو شميرمضامين چي درې ورځې پخوا موږ په انترنت کي لوستلي وي او يا هغه خبرونه چي موږ دوې ورځې مخکې د سيمه یيزو او نړيوالو رسنيو له لارې اوریدلي وي په طلوع افغان کي چاپیږي.»
ښاغلی ستورى په دې هکله وایي چې طلوع افغان د رنګه چاپ له پاره کابل ته ليږي او کله چي بيرته له کابل څخه کندهار ته رارسيږي نو په خبره ئې يو څه وخت تيروي:
«په کندهار کي داسې چاپي مطبعه نه سته چي رنګه اخبار دې چاپ کړي نو د دې ستونزې له امله موږ اخبار کابل ته ليږو چي بيرته له هغه ځايه رارسيږي خامخا ځنډيږي. دا زموږ مجبوريت دئ بله چاره نه لرو.»
د طلوع افغان ستونزې
عبدالله ستورى وايي چې اوس نه يوازې د طلوع افغان تشکيل د پخوا په پرتله لږ دئ بلکې تر اوسه پورې د مسئول مدير، د وېشلو پوره کسان او د قلمي همکارانو له پاره د حق الزحمې نه شتون هغه څه دي چي د دوى کارونه ئې له خنډ سره مخامخ کړي دي. هغه وایي چې د ورځپاڼې د رنگه پاڼو د چاپ لگښت د یوې غیر دولتي ادارې پر اوږو دئ.
خو ستوری د طلوع افغان راتلونکې ته خوشبینه دئ او وایي چې په راتلونکې کې به د هغوی د کار کیفیت لوړ شي.
طلوع افغان په افغانستان کې لومړۍ پښتو ورځپاڼه ده. دې ورځپاڼې په خپل ۹۱ کلن سفر کې د ډیر شمیر تکړه لیکوالانو لیکنې خپرې کړي دي. اوس د دې ورځپاڼې کلیکسون د څیړونکو له پاره یو ډیر ښه مأخذ گڼل کيږي.
دا ورځپاڼه د خپل نزدې يوې پېړۍ عمر په ترڅ کي د بيلابيلو سياسي حالاتو تر اغيزې لاندې چاپ شوې ده. په یو شمیر سیاسي دورو کې طلوع افغان د اونيزې جریدې او ورځپاڼې په بڼه تر خپلو لوستونکو پورې رسيدلې ده. په ځینو سیاسي دورو کې خو د دغې ورځپاڼې چاپ په ټپه دریدلی هم دئ.
اوس دا تاريخي ورځپاڼه په اتو مخونو کې په اونۍ کي درې ځله د شنبې، يکشنبې اوپنحشنبې په ورځو د د ٣٠٠٠ ګڼو په تيراژ له چاپه راوځي.
د طلوع افغان ورځپاڼې چارواکي وايي چې دا ورځپاڼه ئې په کندهار، هلمند، زابل، اروزګان، نيمروز او کابل کې لوستونکي لري.
اوس په کندهار کي د طلوع افغان ورځپاڼې تر څنګ د «سور غر» او «ټاټوبي» اونيزې او د «تعليم الاسلام» مهالنۍ او «ځوانان» په نامه مياشتنۍ هم خپريږي. خو د «کندهار» په نامه دوې مياشتنۍ مجله چي د ١٣٣٣ کال راهيسې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا خپریده د نزدې يوه کال راهيسې نه خپریږي.
ابراهیم سپیڅلی/ کندهار
کتونکی: مسعود جهش