په شمالی ولايتونو کي د قره قل صنعت د راژوندي کيدو په حال کي دی
۱۳۹۰ خرداد ۲, دوشنبهد افغانستان په شمال کي بلخ، جوزجان فارياب سرپل او کندز د قره قل پوستکو اصلي توليدونکي ولايتونه دي. که څه هم د وچکاليو له کبله په دغو ولايتونو کي څاروي د هرکال په تيريدو سره د کميدوپه حال کي دي خو په بلخ ولايت کي دقره قل پوستکو سوداګر وايي چي د تيرو کلونو په پرتله سږ کال د غه صنعت وده کړي او بيه يي هم لوړه سوي ده.
د بلخ ولايت دچمتال اوسيدونکي، عبدالمجيد چي په خپله هم مالداردي کوي د دغه صنعت ودي او پراختيا ته خوشحاله دي. خو دي له دولت څخه غواړي چي د دغه لرغوني صنعت د لا پراختيا لپاره له مالدارانو سره مرستي وکړي.
دي وايي: «بازار اوس ښه دي هغه پوستکي به چي پخوا په زر يا دوالس سوه وو اوس شپاړس سوه دي، خو زموږ هيله له دولت څخه دا ده چي د دغه صنعت دلا ودي لپاره له مالدارانو سره مرسته وکړي.»
د مزارشريف بل اوسيدونکي، عبدالخالق، په دغه ښار کي د قره قل د پوستکو دوکان لري دي دقره قل د پوستکو دمارکيټ ښه والي لپاره دليل راوړي او وايي: «د مارکيټ ښه کيدل بيلابيل لاملونه لري. بازار او تجارت عرضه او تقاضا ده. هر کله چي بهرني تقاضا ډيره وي بازارهم ښه کيږي خو دا دري يا څلورکاله چي دقره قل د پوستکو مارکيټ ښه نه وو په نړيوالو مارکيټونو کي اقتصادي بحران وو او دا چي دقره قل پوست يوه تجملي خبره ده بازار يي په ټپه دريدلي وو.»
له بلي خوا د بلخ ولايت دسوداګريزو خونو رييس،ة سيد طاهر روشن زاده، وايي په پام کي ده سږ کال له شمالي ولايتونو څخه په زرګونو د قره قل پوستکي د پيرلو لپاره د بهرنيو هيوادونو نړيوالو بازارونو لکه فنلند او دنمارک هيوادونو ته وستول شي.
روشن زاده د آلمان غږ راډيو ته وويل: «اوس محال دوه سوه زره جلده پوستکي له اش وتلي او څه د پاسه دوه سوه زره نور له پانګه والو سره دي او دي ته چمتوشوي ترڅو نړيوالو بازارونو ته واستول شي.»
هغه زياته کړه چي په تير کال کي په سلو کي 90 له افغانستان څخه بهر هيوادونو ته استول شوي د قره قل پوستکي په نړيوالو بازارونو کي پلورل شوي او د افغانستان حکومت له همدي لاري ښه عوايد هم تر لاسه کړي دي.
د بلخ د سوداګريزو خونو مشر وايي په هيواد کي د قره قل صنعت د معياري کولو په موخه د سوداګري او صنايعو وزارت داسي پلان ترلاس لاندي لري چي په پلي کيدو يي نړيوالو بازارونو ته د بي کيفيته قره قلو له صادريدو څخه مخنيوي وشي.
د قره قل د پوستکي صنعت چي د افغانستان له عمده او پخوانيو صنعتونو څخه دي يو نيم ميليون کال لرغونتوب لري.
دچارو کارپوهان وايي په داسي حال کي چي د هيواد ولسمشر کرزي هم د قره قل خولي پر سر لري خو لکه څنګه چي ليدل کيږي هغه هم د خپلي لس کلني ولسمشري په دوري کي دغه صنعت ته د ودي او پراختيا په برخه کي کوم د پام وړ کار ندي کړي.
مزارشريف/ عبدالحميد صافي
کتونکي/ عبدالباري حکيم