1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویډن کې پنځه افغانان د جنسي تیري په تور نیول شوي

۱۳۹۵ آذر ۱۷, چهارشنبه

په سویډن کې پر یوه افغان هلک د جنسي تیري په تور پنځه نور افغانان نیول شوي دي. رپوټونه وايي چې دغه پیښه د سویډن په جنوب ختیځه برخه په یوه ځنګله کې رامنځ ته شوې ده او تر تیري مخکې دغه هکل وهل شوی هم دی.

https://p.dw.com/p/2Tsn9
Deutschland Flüchtlinge kommen an der ZAA in Berlin an
انځور: Getty Images/S. Gallup

رپوټونه وايي چې په سویډن کې پنځه افغانان پر یوه بل افغان باندي په زور او د چړې په ګواښ سره د جنسي تيري په تور نیول شوي دي. د رپوټونو په حواله دغه جنسي تیری چې د سویډن په جنوب ختیځ کې پیښ شوی لنډ فلم هم په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی.

قاضیان وايي چې دغه ۱۵ کلن هلک لومړی وهل شوی او بیا د چړې په ګواښ سره ځنګله ته بېول شوی دی. د اکتوبر میاشتې پر ۲۴ نېټه ناوخته ماښام د دغې پیښې لنډ فلم په ټولنیزو رسنیو کې هم خپور شوی دی.

ویل کیږي چې هغه افغان چې جنسي تېری پر شوی دی پوليسو ته خبر ورکړی او پوليسو د پیښې په تور پنځه افغانان نیولي دي.

رسنۍ رپوټ ورکوي چې یادو پنځو کسانو دغه تورونه رد کړي دي او په ورته وخت کې له نیول شوو کسانو څخه یو یې وايي چې هغه د پیښې پرمهال موجود نه وو. د پیښې په تړاو د پنځو نیول شوو کسانو له ډلې څخه دوه نور وايي چې دوی نه پوهیږي دوی څه کول او پاته دوو نورو کسانو یې څه نا څه پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د محکمې د دوسیې له مخې یادو دوو کسانو چې عمرونه یې ۱۶ او ۱۷ کلونه دي، لومړی دغه هلک پر سر وهلی او له وهلو او ډبلو وروسته یې د هغه خوله بنده کړې او په زوره یې د ځنګل پر خوا بیولی دی.

په دوسیه کې همدا راز راغلي دي چې یادو پنځو کسانو پر دغه هلک جنسي تیری کړی او هغه یې وهلی دی.

یاد ټول کسان بې له کورنۍ سويډن ته مهاجر شوي ول. که پر دوی باندي دغه جرم ثابت شي له سویډن څخه به اخراج شي.

د ځايي رسنیو په حواله د جسني تیري قرباني او مجرمینو یو بل پیژندل او د پیښې علت لا تر اوسه معلوم نه دی.

د تورونو کسانو يو مدافع وکيل سټیفن والین، ويلي دي چې د هغه موکل نه جرم منلی او نه یې هم رد کړی دی.

والین، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «هغه «یو تورن» د پیښې په هکله هیڅ هم په یاد نه لري ځکه هغه د نشه وو.»

په ورته وخت کې د پاته نورو کسانو مدافع وکیل تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې. د دې پیښې محکمه به د سویډن د اپسالا په ځايي محکمه کې ترسره شي.

نور مطالب: