په سوریې کې دیپلوماسي ناکامه شوه
۱۳۹۱ مرداد ۱۳, جمعهد سپینې ماڼۍ ویاند جې کیرني، ویلي دي چې د کوفي عنان استعفا دا خبره څرگنده کړې ده چې د سوریې د رژیم مشر بشارالاسد، د عنان د سولې له پلان سره مخالفت کړی دئ. کیرنې زیاته کړې ده چې له دې سره دا هم روښانه شوې ده چې چین او روسیه لا اوس هم دې خبرې ته چمتو نه دي چې اسد د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې د سوریې د روان کړکیچ مسئول وگڼې:
«که څه هم ولسمشر اسد وعده کړې ده چې د کوفي عنان د سولې پلان به تعقیب کړي، خو هغه بیا هم د خپلو خلکو وژلو ته دوام ورکوي.»
عرب لیگ او ملگرو ملتونو کوفي عنان د سوریې له پاره د خپل ځانگړي استازي په توگه گمارلی وو. عنان تر دې پخوا د ملگرو ملتونو منشي وو. هغه د نوبل د سولې جایزه هم گټلې ده.
بشار الاسد، د سوریې د کړکیچ د پای ته رسولو له پاره د کوفي عنان د سولې له یوه شپږ ټکیز پلان سره موافقه کړې خو دغه پلان ئې هیڅ کله هم عملي نه کړ.
د المان، انگلستان او فرانسې مشرانو تر نورو مخکې د کوفي عنان د استعفأ له کبله خپله خواشیني څرگنده کړه. د ملگر ملتونو سر منشي بان کي مون، د امنیت په شورا کې د نظر د اتفاق نه شتون د دیپلوماسي پر وړاندې یو خنډ وباله:
«په داسې یوه وخت کې چې د سوریې خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري، د امنیت په شورا کې پر یو بل باندې نیوکې کیږي.»
روسیې او چین هم ویلي دي چې هغوی د کوفي عنان د استعفا له کبله خواشینې شوي دي. دغو دواړو هیوادونو تر دې پخوا د امنیت په شورا کې د سوریې پر وړاندې د اعلامیو مخه نیولې ده.
د جمعې په سهار د سوریې په حما ښار کې د نوو نښتو خبر ورکړل شوی دئ. په همدې حال کې رپوټونه ښيي چې دولتي ځواکونو د حاوران په نوم سیمه هم بمبار کړې ده.
د ملگرو ملتونو عمومي غونډه به د جمعې په ورځ ناوخته د سوریې په اړه خبرې وکړي. په دې غونډه کې به د عرب لیگ د اعلامیې پر سر هم یوه پریکړه وشي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض