په سوریه کې په یوه چاودنه کې پنځوس تنه وژل شوي دي
۱۳۹۱ شهریور ۳۱, جمعهد سوریې په شمال کې یوې دولتي جېټ الوتکې په یوه پترول پمپ بمباري کړې ده چې په پایله کې ئې ۵۰ تنه وژل شوي دي. دغه خبر د رویټرز خبري آژانس د سوریایي بشرې حقونو د ټولنې له قوله ورکړی دئ. په عینې وخت کې په ملگرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیري سوزان رایئس او د لویدیځو هیوادونو یو شمیر سفیرانو د ایران له لوري د بشارالاسد رژیم ته د وسلو په صادرولو خپله ژوره اندیښنه څرگنده کړې ده او ویلي ئې دي چې دا د ملگرو ملتونو له لوري پر ایران د وسلو د صادرولو له بندیز څخه سرغړونه ده. دوی همداشان بغداد هم پر دې تورن کړی دئ چې ایراني الوتکو ته ئې اجازه ورکړې چې د دغه هیواد د هوایي قلمرو له لوري دمشق ته وسلې انتقال کړي. ایران تیره ورځ د لویدیځو هیوادونو دغه استخباراتي رپوټ رد کړی دئ چې گواکې ایراني الوتکو او لاریو د عراق له لارې سوریې ته وسلې او پوځي پرسونل لیږدولي دي.