په سوریه کې د لوی اختر پر مهال اوربند اعلان شو
۱۳۹۱ آبان ۵, جمعه
د اوربند تر اعلانیدو مخکې پر نورو ښارونو سربیره په حمص او حلب ښارونو کې د پاڅونکوونکو او د رژیم پلوي ځواکونو تر منځ جګړه روانه وه. خو ویل کیږي چې د اوربند تر اعلانیدو وروسته اوس نښتې دریدلي دي.
په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار د مرکز مشر رامي عبدالرحمان، د المان خبري آژانس ته وویل: «اوربند د سهار په اوو بجو اعلان شو. تر اوسه پورې موږ ته د اوربند د ماتیدو په اړه څه نه دي ویل شوي.»
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر نورو رسنیو خبر ورکړی دی چې اوس هم د سوریې په ځینو برخو کې نښتې روانې دي. د اختر په لومړۍ ورځ د سوریې دولتې تلویزیون د دې هیواد د رژیم مشر بشار الاسد، د دمشق په یوه جومات کې د اختر لمونځ د ادأ کولو په حال کې ښکاره کړ.
که دغه اوربند د اختر تر پایه پورې مات نه شي نو دا به د سوریې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو اوږد اوربند وي.
د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ځانګړي استازې لخضر ابراهیمي، د دغه اوربند د پلې کیدو له پاره هلې ځلې کړي دي. د سوریې په جګړه کې دواړو ښکیلو اړخونو ویلي دي چې دا اوربند به مات نه کړي. خو هغوی ګواښ کړی دی چې که ورباندې له بل اړخه برید وشي نو ورته به ځواب ورکړي.
تر دې مخکې د سوریې له پاره د عرب لیګ او ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي کوفي عنان، هم په سوریې کې د اوربند د پلي کولو هڅه کړې وه. که څه هم په هغه وخت کې د سوریې رژیم او د دې هیواد پاڅونکوونکو ویلي وو چې اوربند به پلي کړي خو دا کار یې تر سره نه کړ.
مسعود جهش (dpa, AP, AFP)
کتونکی: عبدالباري حکیم