په سوريه کي تاوتريخوالی تر دمشق رسېدلی دئ
۱۳۹۱ تیر ۳۱, شنبهاعلان
د سوريې هيواد د پلازمېنې دمشق څخه هم اوس د نښتو راپورونه ورکول سوي دي. په عين حال کي د سوريې ياغيانو ويلي دي چي د ترکيې سرحد ته څیرمه ئې درې امنيتي پوستې ړنگي کړي دي. ياغيانو دا ادعا هم کړې ده چي د هغو حکومتي عسکرو شمېر مخ په زياتېدو دئ چي له ياغيانو سره يو ځای سوي دي. په سوريه کي په داسي حال کي تاو تريخوالی دوام لري چي په دغه هيواد کي د ملگرو ملتونو د بې وسلې څارونکي ډلې کار تر يوې بلي مياشتي پوري غځول سوی دئ.