1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سلونو ترکي ديپلوماتانو په آلمان کي د پناه غوښتنه کړې ده»

۱۳۹۷ فروردین ۱۳, دوشنبه

د ۲۰۱۶م کال په دوبي کې په ترکيه کې تر ناکامې کودتا وروسته، ۱۵۶۵۴ ترکانو په آلمان کې خپلې د پناه غوښتنې سپارلې دي. په دغه ډله کې په سلونو ترکيي ديپلوماتان او دولتي کارکوونکي هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/2vMU5
Istanbul - Visastelle deutsches Generalkonsulat
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

د آلمان د مهاجرت ادارې (بامف) خبر ورکړی چې له ۲۰۱۶م کال څخه د روان کال د مارچ مياشتي تر لومړيو پورې شاوخوا ۲۸۸ ترکانو له سياسي او ۷۷۱ نورو له رسمي پاسپورتونو سره، د پناه غوښتنليکونه ورسپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دغې ادارې ويلي دي چې د روان کال په لومړيو درو مياشتو کې تر۱۴۰۰ ډير د پناه غوښتنيلکونه ورکړل شوي دي.

د ۲۰۱۶م کال په دوبي کې په ترکيه کې تر ناکامې کودتا وروسته، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په خپل هيواد کې بيړنی حالت اعلان کړ او سمدلاسه يې په شديده توګه د خپلو سياسي رقيبانو په ټکولو پيل وکړ.

د اردوغان حکومت د دغه اقدام په ترڅ کې، شاوخوا ۵۰ زره کسان بنديان کړل، ۱۵۰ زره نور کسان له دولتي دندو ګوښه او يا يې هم دندې ځنډول شوي دي.

يوازې په ۲۰۱۸م کال کې تر ۱۴۰۰ ډيرو ترکانو په آلمان کې خپل د پناه غوښتنليکونه وړاندي کړي دي. دغه ارقام په ۲۰۱۷م کال ټول ټال ۸۵۰۰ ول چې يو پر څلورمه برخه ېې منل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر هغه يو کال وړاندې (۲۰۱۶)، له ۵۷۰۰ درخواستونو څخه یوازې ۸ سلنه يې د پناه چانس ترلاسه کړی وو.

د آلمان خبري آژانس / ع. ح /م. ک. ص
د مهاجرت پر موضوع زموږ له ارشيف څخه يو انځوريز رپوټ: