په سربستان کی اروپايی پلوه ځواکونه پياوړی کېږی
۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبهپه سربستان کی به دمی دمياشتې په 11 نيټه پارلمانې ټاکنۍ وشی . په دغه پارلمانی ټاکنه کی د سربستان د دولت مشر تاجيح چی يو اروپایی پلوه سياست مدار دی.
د دغه هیواد دلمړی وزير واجی سلاف کوستونيچا سره چی یو قام پاله سیاست مدار بلل کیږی ، سیالی کوی .
د اروپايی ټولنۍ د بهرنيو وزيران چی په لوګسمبورګ سره راغونډ شوۍ و، دی پريکړۍ ته سره رسیدلۍ دی چی په سربستان کی د اوروپايی پلوه ډلو دپياوړی کولو دپاره دغه ټولنه غواړی دسربستان د ثبات او نژدی ګډکار يو تړون لیک چه په اوروپايی ټولنه کی دغړيتوب دپاره مهم لمړی پړاو بلل کيږی ، لاسليک کړی .
داچی ولی په لوګسمبورګ کی پرون داوروپايی ټولنۍ دبهرنیو چارو وژیران دا پريکړه کړی ، موخه يی روښانه ده .
اروپايان غواړی چی سربستان دغۍ ټولنۍ ته راشی ځکه ترڅوچی دا کارنه وی شو ی د بالکان په سیمه کی به داوږدۍ مودی په رڼا کی سوله اثبات رانشی . او له همدی امله اوروپايانو اوس دی ته خپل چمتوالی ښودلی چی دبلګراد له حکومته سره دثبات او دنژدی ګدکار تړون ليک لاسأیک کړی که څه هم دوی تراوسه د دن هاګ د نړیوالۍ محکمۍ سره دزړه له کومۍ ګډ کار کولو څخه ډډه کړی ده .