په روسیې کې اختناق وار په وار زیاتیږي
۱۳۹۱ تیر ۲۴, شنبهد روسیې د پارلمان یا «دوما» اکثریت د ولسمشر ولادمیر پوتین د ګوند، «متحده روسیه» په لاس کې دﺉ. دغه ګوند چې هر څه وغواړي هغه کوي. دغه ګوند د دوبي تر رخصتیو مخکې یو شمیر قوانین دوما ته وړاندې کړل چې باید پرې فیصله وکړی. دغه ګوند ظاهراً استدالال کوي چې د روسیې قوانین باید له نړیوالو معیارونو سره برابر شي.
دا چې اصلي خبره پر څه ده سړی ئې کولای شي چې د روسیی د ورځپاڼو د پنجشنبې د ورځې په ګڼو کې ولولي. د ایزویسیتا ورځپانې د «د اختناق پیچکش د تاودیدو په حال کې دئ» تر عنوان لاندې په یوه مقاله کې د پارلمان روانې غونډې ته اشاره کوي چې او وایي چې هڅه کوی د نویو قوانینو له تصویبولو سره په روسیه کې د سترو احتجاجونو او ټولنو مخه ونیسي.
په مقاله کې راغلي دي: «په روسیه کې راتلونکي منی ښایي له دوبې څخه هم سوړ وي. سیاسي مشري غواړي چې د اپوزیسیون د ټکولو له پاره قانوني وسایل په لاس کې ولري.»
یو قانون چې دیر ګنګ مسوده شوی دئ پر ټولنو جوړولو باندې محدویتونه لګوي. د بیلګې په توګه که چیرې د داسی ټولنې له جوړولو سره د ښار چمنونو او یا هم د ګلانو کوم پټي ته تاوان ورسیده، نو باید ډیره لوړه نقدي جریمه تحویل کړای شي.
د روسیې د ولسمشرۍ پخواني کاندید میخایل پروخروف، دغه ډول قانون یوازې یوه پلمه ګڼي چې د حکومت امنیتي چارواکي په اساني سره خلک ونیسی او یا په ټولنو کې له ګډون کولو څخه ئې وویروي:
«قانون نه وضاحت او نه هم کوم معیار لري. او دا ډیر خطرناک دئ چې یو امنیتي مامور په یوازې توب سره پریکړه وکړي چې څوک ونیسي او څوک و نه نیسي. دا ډول قانون زموږ په هیواد کې د نیولو او بندې کولو له پاره یوازې یوه پلمه برابروي.»
د چهارشنبې په ورځ د انترنت یو شخړه ییز قانون هم تصویب شو. که څه هم دغه قانون په انترنت کې د ماشومانو له انځورونو څخه د فحشا په مقصد د کار اخیستو یا «پرونوګرافي» او یا د نشه يي توکو د اعلانونو او یا د ځان وژنې له پاره د لارښونو ویب سایتونو د بندولو امر کوي، خو د روسیې د ویکیپیدا د څانګې مشر ستانیسلاف کوزلوفسکي، په عمومي توګه له دې قانون څخه د سانسور په موخه له کار اخیستلو څخه ویره لري:
د ژورنالست او سیاسي څارونکي ماتوی ګاناپولسکي، په نظر د روسیې پارلمان د «ژورنالستي فعالیتونو» د پای ته رسولو هڅه کوی. هغه د خپلې ورځپانې «ماسکوسکې کومزومولیز» د جمعې د ورځې په ګڼه کې لیکلي دي چې له نوې قانون سره هڅه کیږي چې «د جرم د افترا» قانون بیرته راژوندی شي.
د نوې مسوده شوي قانون له مخې همداراز د هغو تاسیساتو یا غیر حکومتي سازمانونو فعالیت له ستونزو سره مخامخ کیږي چې له بهر څخه مالي او مادي مرستې تر لاسه کوي.
د حکومت سر سخت مخالف دیمتری ګودکوف، چې د پارلمان غړی دئ وایي: «دا په روسیه کې یو نوی اختناق دئ چې تپل کیږي، خو هغه به پایښت و نه لري. ځکه چې د سیاسي مشري پر ضد د نیوکو خوله نور څوک تړلای نه شي.»
عبدالباري حکیم/ دویچه ویله
کتونکی: مسعود جهش