په روان کال کې د اسیا مهمې پېښې
په ۲۰۱۳ کال کي په اسيا کي له توپانونو څخه نیولې بيا تر اعدامونو پوري د مرګ ژوبلي يوه څپه تيره سوې ده. په دغه کال کي اسيا د ډول ډول پيښو شاهده وه.
د شمالي کوریا دریمه اتومي آزموینه
شمالي کوریا تر ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کالونو وروسته په ۲۰۱۳ کال کې خپله دریمه اتومي ازموینه وکړه. دغه اقدام د ملگرو متلونو او نړیوالي ټولني له خوا وغندل شو. د نورو ترڅنگ د شمالي کوریا نزدې متحد چین، هم دغه آزموینه وغندله.
د بنګله دیش ناورین
د ۲۰۱۳ کال د اپریل مياشتي پر ۲۴ نیټه په بنگله دیش کې د یوه فابریکې ودانۍ ونړیده او ۱۱۰۰ کسان پکښی ووژل سول. نړیدلې ودانې په غیر معیاري ډول جوړه شوې وه. د دغې ودانۍ تر نړیدو وروسته په بنگله دیش کې د کارگرو د کاري وضعیت په اړه نوي بحثونه رامنځته شول.
د بنګله دیش له تاوتریخوالي ډک لاریونونه
په بنگله دیش کې د ۲۰۱۳ کال له پیل راهیسې د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ تاوتریخوالی روان دی. د دغو مظاهرو په پایله کې کې تر اوسه پورې تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. مظاهره کوونکو د بنگله دیش په ټاکنو کې پر تقلب او همداراز د جماعت اسلامي ډلې د مشرانو پر اعدامولو باندې نیوکې کوي.
د پاکستان تاریخي ټاکنې
په مې میاشت کې په پاکستان کې په اول وار یو حکومت د خپلې کاري دورې تر بشپړولو وروسته د ټاکنو له لاره واک ګټونکي ګوند ته وسپاره. په دې میاشت کې د پاکستان په ټاکنو کې د نوازشریف مسلم لیګ ګوند ګټونکی شو او په دې ترتیب سره یې د پاکستان له پیپلز ګوند څخه واک ترلاسه کړ.
د ایران نوی نرم دریځه ولسمشر
په ایران کې حسن روحاني، د دغه هیواد د ولسمشرۍ انتخابات وګټل. روحاني واک ته تر رسیدو وروسته یو څه نرم سیاست غوره کړی دی چې په پایله کې یې په نسبي ډول د ایران او نړیوالې ټولنې اړیکې یو څه ښې شوې دي. ایران په اول وار له نړیوالې ټولنې سره د خپل اتومې پروګرام په اړه یو تړون لاسلیک کړ.
په هندوستان کې د ښځو د حقوقو له پاره غږ پورته کول
د سپتمبر میاشتې پر ۱۳ نیټه د نوي دهلي یوې محکمې څلور تنو هغو تورونو کسانو ته د مرگ سزا واوروله چې د ۲۰۱۲ کال په دسیمبر میاشت کې یې پر یوې نجلې باندې ډله ییز جنسي تیری کړی وو. دغې نجلې بیا وروسته د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه. تر دې پېښې وروسته په هندوستان کې د ښځو د حقوقو له پاره ډیر غږونه پورته شول.
په چین کې د لوړپوړي سیاستوال محاکمه
یوې چینایي محکې په سپتمبر میاشت کې د دغه هیواد پیاوړی سیاستوال بو شیلای، د ادارې فساد، اختلاس او له واک څخه د ناوړې استفادې په تور په عمري بند محکوم کړ. دغه سیاستوال یو وخت د دې چانس لاره چې د چین مشر شي.
د کندز امنیتي مسوولیت افغانانو ته وسپارل شو
د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر میاشتې پر شپږمه نیټه د آلمان د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله او د هغه وخت د دفاع وزیر توماس دیمزیر، د کندز امنیتي مسوولیتونه افغانانو ته وسپارل او په دې ولایت کې یې د آلماني ځواکونو کمپ افغان ځواکونو ته تسلیم کړ.
د فلیپین سخت طبیعي ناورین
په فلیپین کې د سختو توپانونو له کبله تر ۵۰۰۰ ډيرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه ناورین د ۲۰۱۳ کال د نومبر مياشتي پر اتمه نیټه پېښ شو چې په پایله کې یې همداراز نزدې ۱.۲ میلیونه کورونه هم ویجاړ شول.
په تایلند کې د ځوانې سیاستوالې پر ضد مظاهرې
په تایلند کې د دغه هیواد د لومړۍ وزیر ینګلک شیناواترا، پر ضد مظاهرې وشوې. مظاهره کوونکي پر دغې سیاستوالې باندې د ادارې فساد تورونه لګوي. دغې سیاستوالې په تایلند کې نوي ټاکنې اعلان کړې خو وضعیت اوس هم ډیر حساس دی.
هند د مریخ په لور
د ۲۰۱۳ کال د نوومبر میاشتې پر څلورمه نیټه هندوستان خپل لومړی فضایي راکټ مریخ ته و توغاوه. دغه توغندی به د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر میاشت کې مریخ ته ورسیږي.
د چین د ریفورمونو لس کلنه اجندا
د چین کمونیستي ګوند په خپله غونډه کې د لا ډیرو اصلاحاتو د رامنځته کولو پریکړه وکړه. د اصلاحاتو دغه اجندا د راتلونکو لسو کلونو له پاره ده.
د ټاپوگانو پر سر د چین او جاپان شخړه
د روان کال د نوومبر میاشتې په وروستیو ورځو کې د چین او جاپان تر منځ د شخړیزو ټاپوگانو پر سر جنجال یو وار بیا راپورته شو.
د فوکوشیما د ناورین پایلې
په ۲۰۱۱ کال کې د فوکوشیما د اټومي ناروین تر پیښېدو وروسته د «تیپکو» شرکت هڅه کوي چې د دغه ناورین له کبله رامنځته شوې زیانونه کنترول کړي. خو اوس هم هر څه په کنترول کې نه دي. دغه راز په ۲۰۱۳ کال کې هم داسي رپوټونه ورکړل شول چې اوس هم اتومي بټۍ ته رسیدلي زیانونه په بشپړه توګه په کنترول کې نه دي.
په شمالي کوریا کې د یوه واکمن اعدامیدل
د ۲۰۱۳ کال په دسمبر میاشت کې د شمالي کوریا مشر کیم یونگ اون، خپل د عمه مېړه د خیانت په تور اعدام کړ.