په را لوېدلې الوتکه کښي درې تنه وژل سوي دي
۱۳۹۰ دی ۲۶, دوشنبهیوه افغان چارواکي د پیښي تائيد کړی دئ او ویلي ئې دي چي په الوتکي کي سپاره دري سره کسان وژل شوي دي. د ناټو ځواکونو هم خبر ورکړی دئ چي یوه ملکي الوتکه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کي رالوېدلې ده. په دغه سیمه کي ډیر بریتانیاوي ځواکونه میشت دي چي د طالبانو په وړاندي جنګیږي.
د ناټو د ځواکونو یوه ویاند ویلي دي چي امنیتي ځواکونو د پیښي د سیمي امینت نیولی دئ، خو د الوتکي د لوېدلو د دلیل او د پیښي د قربانیانو په اړه د معلوماتو له ورکولو څخه ئې ډډه کړي ده.
دا په داسي حال کي ده چي یو افغان لوړ پوړي چارواکي، کلام الله شیرزاد، ویلي دي چي الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله رالوېدلې ده. د نادعلي د ولسوالۍ قوماندان ويلي دي: «دا یوه روسۍ الوتکه وه او کیدای شي د تخنیکي ستونزو له کبله را لوېدلې وي.»
خو طالبانو بیا د الوتکي د را اچولو ادعا کړي ده. د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف، ویلي دي: «زموږمجاهدینو یوه سپینه الوتکه چي بهرنیان ئې اکمالول ویشتلې ده.»
د طالبانو ویاند زیاته کړي چي الوتکي اور اخیستی او په کي سپاره ټول کسان وژل شوي دي. طالبانو تر دې وړاندي هم د ورته پيښو پړه پر غاړه اخیستي خو وروسته بیا ښکاره شوي چي الوتکيد تخنیکي پیښو له کبله رالوېدلي دي .
د هلمند د ولایت یو بل لوړ پوړي امنیتي چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي ديچي الوتکه د طالبانو له خوا رااچول شوي ده.
په افغانستان کي ملکي الوتکي وخت نا وخت د تخنیکي ستونزو له کبله لوېږي خو ځیني وختونه داسي هم وي چي یاغیان دغه الوتکي رااچوي . طالبانو د تیر کال په اګستمیاشتي کي د ناټو یوه الوتکه وویشتله چي په کي سپاره ټول ۳۸کسان ووژل شول.
د تیر کال د اګستد میاشتي پیښه په افغانستان کي د ناټو له پاره د ۲۰۰۱کال راهیسي تر ټولو وژونکي پیښه وه.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل