په راولپنډی کې ځان وژونکي بريد
۱۳۸۶ بهمن ۱۵, دوشنبهاعلان
د اردو يو وياند وايي، چې د سهار په وخت کې په موټر سايکل سور يو سړی عسکري قواوو يو بس ته نږدې ځان په بم کې آلوزولی دی. په دغه پېښه کې تقريبا ديرش تنه ټپي شوي هم دي.
په دې وروستيو کې د دغه ملک په عسکرو او عسکري ځايونه باندې حملې دېرې شوي دي. داسی اټکل کېږی، چې د دغو حملو تر شا القاعده او طالبان وي.