په دوو ځانمرګو بریدونو کې ۱۳ پولیس ووژل شول
۱۳۹۲ تیر ۱۴, جمعهپه ارزګان ولایت کې د جمعې په ورځ یوه ځانمرګي برید کوونکي د پولیسو په یوه مرکز کې خپل چاودیدونکي مواد منفجر کړي دي. په دې پېښه کې ۱۲ تنه پولیس وژل شوي دي. چاودنه د پولیسو په طعامخانې کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې هغوی د غرمې د ډوډۍ پر خوړلو بوخت ول.
د ارزګان د والي ویاند عبدالله همت، ویلي دي چې اوس په دې اړه څیړنې روانې دي چې دا خبره روښانه شي چې ځانمرګی برید کوونکی څرنګه د ورځې په ۱۲:۳۰ بجو له درو امنیتي پوستو څخه په تیریدو توانیدلی دی.
د همت زیاته کړې ده چې په یوې بلې پېښې کې یو هلک او نجلۍ خپل کور ته د تلو پر مهال د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شوي دي چې په پایله کې یې دواړه وژل شوي دي.
له بلې خوا د کندهار په سپین بولدګ ولسوالۍ کې هم په یوې سرحدي پوستې کې چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې یو تن پولیس او یو تن ملکي وګړی وژل شوی دی. د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل، ویلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي د افغانستان او پاکستان پر پوله، دخولي دروازې ته نزدې خپل ځان چولی دی.
د افغانستان سرحدي پولیسو ویلي دي چې په چاودنه کې وژل شوی کس د هغوی سیمه ییز قوماندان وو او ښايي د برید اصلي هدف هم همدغه چارواکی وو. په دې برید کې د پولیسو یو بل چارواکی ټپي شوی هم دی. د افغانستان د سپین بولدګ ولسوالۍ له پاکستان سره ګډه پوله لري چې هره ورځ یې له لارې په زرهاوو کسان افغانستان ته تګ راتګ کوي.
د کندهار ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالرزاق، ویلي دي چې دغه ځانمرګی برید کوونکی له پاکستان څخه افغانستان ته راغلی وو او کله چې د پولیسو له خوا د تلاشي له پاره ودرول شو نو هغه خپل ځان ته انفجار ورکړ.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو افغان چارواکي تل د دغه شان بریدونو پړه پر طالبانو باندې اچوي. طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې یوازې د جوزا په میاشت کې په بیلابیلو پېښو کې له ۳۰۰ څخه ډیر پولیس وژل شوي دي.