په دمشق کي نښتي شوي دي
۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبهد سوريې د حکومت مخالفينو ويلي دي چي پلازمېنې دمشق ته نږدې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ وسله والې نښتي سوي دي. حاني عبدالله نومي يو فعال د المان خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه نښتي د دمشق په ريف نومي سيمه کي رامنځ ته سوي دي.
په نښتو کي د مرگ ژوبلي خبر نه دی ورکول سوی. دا پداسي حال کي ده چي د سوريې د حکومتي ځواکونو له خوا د حمص ښار د محاصرې يوه اونۍ پوره کېدونکې ده. نوموړی ښار د ولسمشر بشارالاسد د مخالفينو او احتجاج مرکز بلل کيږي.
د بشري حقونو د ټولنو د راپورونو له مخي د جمعې په ورځ د لمانځه وروسته په ټول هيواد کي لږ تر لږه ۹۰ انسانان ووژل سول. زياته سوې چي تر ۲۳۵ څخه زيات انسانان ژوبل سوي هم دي. په سوريه کي د مياشتو راهيسي د ولسمشر بشارالاسد پر ضد احتجاجونه دوام لري چي د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي پکښي تر اوسه په زرگونو انسانان وژل سوي دي.