په خوست کي لوړ رتبه دولتي مامورين په بند محکوم سوي
۱۳۸۹ بهمن ۱۷, یکشنبهدا څرګندوني د خوست د ښاري محکمي رئيس قاضي عبدالحنان منصور نن په يوه خبري ناسته کي خبريالانو ته وکړې، نوموړي وويل چي په تير يوه کال کي يې د لسګونه نورو مجرمو کسانو ترڅنګ ١٠ تنه دولتي مامورين هم په علني ډول په بيلابيلو جزاګانو محکوم کړي دي.
د ده په خبره چي په محکمه شوو دولتي مامورينو کي د خوست استيناف څارنوالۍ رئيس، ددې رياست ٩ نور لوړ رتبه څارنوالان او د خوست د زراعت رياست د املاکو مدير شامل دي.
د ښاغلي منصور په خبره، دغه دولتي مامورينو ته يې د اداري فساد او بډي اخيستنو په تور له درو مياشتو څخه بيا تر درو کالونو پوري د بند جزا اورولي.
د خوست د ښاري محکمې مشر عبدالحنان منصور د دې ترڅنګ زياتوي، چي په تير کال کي يوازي د ښاري محکمې د مدني ديوان لخوا (١٠٩) دوسيي ، فيصله کړي او مستحقو کورنيو ته يي څه باندي څلورسوه وثيقي جوړي کړي.
د نوموړي په خبره د جزا ديوان ١٨ فيصلي کړي او همدا شان د ښاري محکمې د ملي امنيت ديوان په تير کال کي ١١٧ بيلابيلي دوسيې فيصله کړي.
د منصور په خبره پدې فيصلو کي د خوست ولايت د اسماعيلو ولسوالۍ يوه اوسيدونکي ته ، چي د خپلي کورنۍ د درو غړو په وژلو تورن و، په علني ډول د اعدام سازه هم اورولي ده.
دا لومړى ځل دى، چي په خوست ولايت کي١٠ تنه لوړ رتبه مامورين د اداري فساد او رشوت اخيستني په تور په علني ډول د بند په جزا محکوم کيږي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل