په خوست کي د لاسي بم چاودني ۱۹ کسان ټپيان کړي
۱۳۹۰ آذر ۲۷, یکشنبهد خوست والي وياند مبارز ځدراڼ دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي دغه لاسي بم د ملکي خلکو په په منځ کي چاودنه کړې او له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٩ تنه ملکي وگړي ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، چي په دې چاودنه کي پوليسو ته هيڅ زيان نه دی اوښتئ. بلخوا د خوست د عامي روغتيا رييس ډاکټر هدايت الله حميدي وايي، چي له چاودني وروسته د خوست ولايتي ملکي روغتون ته ١٧ تنه ټپيان ور وړل شوي، چي څو ماشومان، يوه مېرمن او يو پوليس هم پکي شامل دي.
نوموړى وايي، چي له څو کسانو پرته د نورو ټولو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړدئ. په همدې حال کي د پپښي يو شمير ټپيان او عيني ليدونکي وايي، چي دوئ ښار ته د سودا اخيستني له پاره راغلي ول، چي ناڅاپه په سرګردان چوک کي يوه کس د ښاروالي مارکيټ له دوهم پوړ څخه لاسي بم را وغورځاوه او ګڼ ملکي خلک پکي ټپيان شول.
تر اوسه هيڅ کومي وسله والي ډلي د دي بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستى، خو د خوست امنيتي قومانداني مطبوعاتي مسئول زيارت ګل اژانس بيا خبر ورکوي، چي د پيښي په تړاو يې ١١ تنه شکمن کسان نيولي او جدي پلټني يي تري پيل کړيدي.
د خوست په ښار کي ورستۍ بمي چاودنه پداسي حال کي رامنځته کيږي، چي په دې وروستيو کي د خوست په ښار او زياتره ولسواليو کي امنيتي وضيعت ښه شوى او زيات وختونه تري د ناامنيو خبرونه نه ورکول کيږي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل