1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي امنیتي وضعيت څه ډول دئ؟

۱۳۹۱ مهر ۱۲, چهارشنبه

په خوست کي د وروستيو حالاتو په اړه د دغه ولايت د والي عبدالجبار نعيمي سره د دويچه ويله المان ږغ راډيو او انترنيت شبکې ځانگړې مرکه.

https://p.dw.com/p/16JLt
انځور: DW

دويچه ويله: نعیمي صاحب مخکي له دې چي د خوست د امنيتي وضعيت په اړه سره وږغيږو، په دغه ښار کي د وروستي ځانمرگي بريد په اړه که يو څه معلومات راکړی؟

نعيمي: اصلاً نن سهار پر اتو بجو او ديرشو دقيقو باندي ځانمرگي بريد شوی دئ، او دا د خوست د ښار په زړه کي چي د عدالت څلور لاري ته نږدې د ملکي وگړو گڼه گوڼه وه، او په همدي وخت کي زموږ د گډو ځواکونو گزمه روانه وه، چي په همدې ځای کي ځانمرگي بريد وشو. د بريد په نتيجه کي ۵۹ تنه ملکيان زخميان شوي دي لس تنه ملکي وگړي شهيدان شوي دي. په دي شپږ تنه پوليس چي دوه تنه صاحب منصبان او نور پکښې عسکر دي دا شهيدان شوي دي او درې نفره پوليس پکښې زخميان شوي دي.

دويچه ويله: تاسي تيره اوونۍ په خوست کي د سولي اوونۍ ولمانځله او خلکو ته مو ډاډ ورکړ چي په خوست کي امن دئ. له دې پيښي سره تاسو فکر کوی چي په دغه ولايت کي امنيت شته؟

نعيمي: اصلاً دا ځانمرگي يو ډير ناوړي غير اسلامي او غير انساني عمل دئ چي پر ملکي خلکو باندي کيږي. مخالفين نور څه نسي کولای له يوازي همدا نامردانه عمل ورته پاته دئ. دا عمل په داسي يو چل سره ترسره کوي چي پيژندل ئې تر وخت مخکي ډير مشکل کار وي، او په دې کي شک نشته، چي زموږ د ولايت امنيتي وضعه ډيره ښه شوې ده. هغه ولسواليو ته چي مو په دې وروستيو کي سفرونه درلودل، د هغې ولسوالۍ ليري پروتو سيمو ته موږ تر شپږ کلن ځنډ وروسته په موټرو کي هلته سفر وکړ. اخري ځل چي ما ځاځي ميدان ته سفر درلود په دې لاره کي چي زمبر، يعقوبي او د سبريو ولسوالۍ همداسي د تباک ولسوالي د دې نه مو کاروان تير شو او هلته مو په ځاځي ميدان کي يوه لويه پرتمينه غونډه درلود او دا نن چي کومه پيښه شوي دا هم د دښمن هغه نارامي ده، چي دوی په دې سيمه کي نور ځای نه لري.

دويچه ويله: والي صاحب تاسي واياست چي دښمن مو د هر ډول تکتيکونو څخه کار اخلي او غواړي چي ستاسي حکومت کمزوری کړي. خو فکر نه کوی چي ستاسي استخباراتي شبکي په دي برخه کي پاته راغلي دي؟

نعيمي: زه فکر کوم چي داسي ځان وژونکي، چي له کومو تکتيکونو څخه کار اخلي، په ډيرو پرمختللو ځايونو کي هم داسي پيښي کيدلای شي او شوي هم دي. په خوست کي زموږ ځواکونه تر ډيره حده بيداره دي تر ډيره حده مخکي له دې چي حادثه شوې وي د دغو ناوړو پيښو مخه ئې نيولې ده. ولي د داسي يو تکتيک چي په گڼه گونه کي دي د هغه تفکيک وشي نشي کيدلای. څوک نشي کولای چي په گڼه گوڼه کي داسي يو څوک وپيژني چي په ځان پوري ئې یو شی تړلي وي. خو دا موږ، امنيتي اورگانونو، نورو ادارو او اولس ته د بيدارولو يو پيغام راکوي چي بايد نور هم سړی بيداره شي چي د داسي ناوړه پيښو مخه ونيسي.

دويچه ويله: د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره د هيواد د امنيت ساتني په اړه انديښنه لری؟

نعيمي: زه خو د خوست په سطحه باندي په هغو ولسواليو کي چي موږ په تيرو کلونو کي هلته په پراخ شکل هيڅ حضور نه درلود، اوس شکر دئ الحمدالله په هغو ولسواليو کي هلته زموږ حضور شته هلته زموږ د ادارو فعاليت شته هلته د اولس گڼه گوڼه ده. يعني تر یوه کال مخکي مو اوس حالت ډير ښه شوی دئ. تر درو مياشتو مخکي مو اوس حالت ډير ښه دئ او زه اميدواريم، هغه پلانونه چي موږ د امنيت راوستلو په خاطر جوړ کړي دي، د هغه په عملي کولو سره به زموږ د امنيت ساحه تر سرحدونو او کلو او بانډو پور هم ورسيږي.

مرکه کوونکی/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل