1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ختیځ غوطه کې د سوریې د پوځ پرمختګ

۱۳۹۶ اسفند ۲۰, یکشنبه

د سوریې پوځ د یکشنبې په ورځ هم دمشق ته نږدې ختیځ غوطه کې خپل تعرضي عملیاتو ته دوام ورکړ. په همدې منځ کې د ترکیې پوځ د سوریې په شمال لویدیځ عفرين ښار کې د پرمختګ په حال کې دی.

https://p.dw.com/p/2u7Mf
Syrien | 'Operation Olive Branch' der FSA in Afrin
انځور: picture-alliance/AA/H. Nasir

د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مقر یې په لندن کې دی رپوټ ورکړی دی چې سوریایې ځواکونو د شنبې په ورځ هغه سړک چې په لویدیځ کې دوما له حرستا او سویل کې له مسرابا سره وصلوي تر خپل کنترول لاندې راوستلی دی.

په پایله کې سوریایې پوځ وتوانید چې ختیځ غوطه په دریو برخو وویشي. دوما او د هغه شاوخوا په شمال کې، په لویدیځ کې حرستا او همدارنګه نورې سیمې په جنوب کې.

د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی دی چې د شنبې په ورځ وروسته له غرمې د دوما ښار له هوا او همدارنګه د توبخانو په وسیله تر برید لاندې ونیول شو. په سړکونو او کوڅو کې انسانان نه لیدل کیږي. د خطرناک امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره امبولانسونه په مشکل سره کولی شي ټپیان انتقال کړي.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو سازمان چې له یاغیانو سره اړیکې لري او خپل معلوماتو له مدني فعالانو څخه ترلاسه کوي چې د خپلواکو سرچينو له خوا نه دي تائید شوي د معلوماتو پر بنسټ، د سوریې پوځ اوس د ختیځ غوطې تر نیمایې ډیره برخه تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده.

جهادیان او وسله واله افراطي اسلامپالان له دغو سیمو څخه په دمشق کې د خلکو پر استوګنځایونو توغندي توغوي. د سوریې د بشري حقونو سازمان په حواله په ختیځ غوطه کې د سوریې د حکومتي ځواکونو د عملیاتو د پيل راهیسې چې شاوخوا دری اونۍ مخکې شروع شوي، تر اوسه پورې د ۲۱۹ ماشومانو په ګډون۱۰۳۱ تنه ملکیان وژل شوي دي.

د ډیرې مودې راهیسې د ختیځ غوطې وضعیت ناورين ته ورته دی. د درملو د نشتوالي تر څنګ ماشومانو د خوراکي توکنو د نشتوالي له امله له ولږې څخه رونځ وړي. د جمعې په ورځ ۱۳ تنه جنګیالي له خپلو کورنیو سره د یوه بس په وسیله له ختیځ غوطې څخه ووتل. دوی د حجت الدین طاهر الشام یا (HTS) ډلې غړي ول. دغه اتحاد د القاعده د پخوانۍ ډلې جبهه النصره تر رهبرې لاندې فعالیت کوي.

د سوریې د جګړې په یو بل محاذ کې د ترکیې پوځ او د هغې سوریې متحد جنګیالیو یې د شنبې په ورځ په شمال لویدیځ ښار عفرين کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړی دی.

د سوریې د بشري حقونو سازمان د رپوټ پر بنسټ، د ترکیې پوځ او متحد ځواکونه یې د عفرين په دوه کیلومترۍ کې قرار لري. دغه ښار تر ۲۰۱۲ م کال پورې د کردانو د ولسي دفاعي واحدونو (YPG) په وسیله کنترولیدله. د سوریې د بشري حقونو سازمان مشر رامي عبدالرحمن د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د عفرين په شمال ختیځ کې له هوایې بمباریو او توپخانو په ملتیا ډیره سخته جګړه روانه ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د مرسین په سویل ښار کې په خپله وینا کې چې د تلویزون له طریقه خپریده وویل چې «تر عفرين وروسته به د منبیج، کوباني، تل ابیض، راس العين او القامشي ښارونه د تروریستانو له شتون څخه پاک شي.»

د کردانو د ولسي دفاع واحدونو د جنورۍ په میاشت کې وروسته له څلور میاشتې جګړې څخه د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې له جنګیالیو څخه بیرته ونیوه.

ترکیه د کردانو د ولسي دفاع واحدونه او د کردستان د کارګرانو منع کړای شوی سازمان (PKK) چې مشر یې عبدالله اوچلان زنداني دی، ترهګریز سازمانونه بولي.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: