په حلب کې موټر بمونه چاودلي دي
۱۳۹۱ مهر ۱۲, چهارشنبهاعلان
د سوریې په حلب ښار کې د چهار شنبې په ورځ لږ تر لږه دوه موټر بمونه چاودلي دي چې له کبله ئې ډیر شمیر کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دغه خبره عیني شاهدانو او د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې کړې ده.
لا تر اوسه پورې د دغو چاودنو له کبله د اوښتې مرگ ژوبلې په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه شته.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې دولتې تلویزیون ویلي دي چې ترهگرو په دې ښار کې درې موټر بمونه چولي دي.