1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په حلب کي له اوربند سره د چين او روسيې مخالفت

۱۳۹۵ آذر ۱۶, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې روسیې او چين هغه پريکړه ليک ويټو کړ چې د سوریې په جګړه ځپلي ښار حلب کې يې د اوربند غوښتنه کوله. امريکا د دواړو هيوادونو پر دې چلند سختې نيوکې وکړې.

https://p.dw.com/p/2Tnp6
Syrien Trümmer in Aleppo
انځور: Getty Images/AFP/G. Ourfalian

دا پريکړه ليک د هسپانيا، مصر او نوي زيلاند له خوا وړاندي شوې وو. په دې پريکړه ليک کې غوښتنه شوې وه چې ټولي خواوي بايد جګړه ودروي چې له دې سره ژر تر ژره اړيني مرستې د حلب جګړه ځپلي ښار ته ورسولي شي. ويل شوي ول چي د امکان په صورت کې بايد دا اوربند اووه ورځو ته و غځول شي.

خو دواړو روسیې او چين چې د ويټو حق لري، دغه پريکړه ليک رد کړ.  د پریکړه ليک تر وړاندي کولو مخکي روسیې چې د سوریې د واکمن بشارالاسد نزدې متحد بلل کيږي، له دې سره سخت مخالفت وښود. روسيه د يوه ۲۴ اوربند غوښتونکې وه چې د اړتيا په صورت کې د غځيدو وړ وي او پر جهادي ډلو صدق نه کوي.

چورکين کلک مخالفت څرګند کړ

په ملکرو ملتونو کې د روسیې سفير ويتالي چورکين، وويل چې که له يوه اړخه د دې سند محتوا تر رای ګيرۍ مخکي له اصولو سره سمه نه وه ارزول شوې، بل پلوه پکښي دا هم نه وه روښانه شوي چې څرنګه به ياغي جنګيالي له ښاره ایستل کيږي. ده وويل: «د پخوانيو اوربندونو څخه جنګيالو د وسلو د زيرمنو د بيرته ډکولو په توګه استعفاده کړې او ځانونه یې پياوړي کړي چې دا د ملکيانو کړاو لا پسې زياتوي.»

خو امريکا متحده ايالاتو پر روسیې د يوه «ډير ناوړه تاکتيک» د کارولو تور ولګاو.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازي میشل سيسن، وويل چې روسیې په دې سره یوازې د نور مهلت د ترلاسه کولو د يوه سنجول شوي پلان په توګه کار اخلي.

هغې زياته کړه: «موږ تر اوسه ځکه يو څه په لاس نه دي راړوي چې روسيه د حلب له ملکيانو سره د مرستي پر ځای يوازې د خپلو پوځي لاسته راړونو پر ساتنه تمرکز کوي»

د حلب په ختيځ کې حکومتي ځواکونو د نوامبر مياشتې له ۱۵ نيټې راهيسې د ياغيانو پر ضد ستر عمليات پيل کړي.  د لندن میشتې سوريایي ټولنې په حواله د عملياتو له پيل راهیسې د حلب په ختيځ کې لږ تر لږه ۳۱۹ او په لويديځه برخه کې ۶۹ ملکيان وژل شوي او تر۵۰ زرو زيات تیښتې ته اړ شوي دي.

د ژنيو نوي خبري اتري

روسيه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په نه پاملرني سره له امريکا متحدو ايالاتو سره د حلب له ختيځ څخه د یاغيانو د ايستلو په اړه خبرو اترو ته ډيره ليوالتيا ښيي.

د بهرنيو چارو وزیر سرګې لاوروف، او د هغه امريکايي سيال جان کیري، په پام کې لري چې نن، سه شنبه (د ۲۰۱۶م کال د دسمبر ۶ نيټه) او یا هم سبا په ژنيو کې د حلب د وضعې او ياغيانو د وتلو په اړه خبري اترې وکړي.

ياغيان چې په دې وروستيو کې سخت ځپل شوي دي، نه غواړي له سختې ماتي او د ډيرو ملکي قربانيو سره سره له جګړې لاس واخلي.

نور مطالب: