په حلب ښار کې لا هم جگړه ادامه لري
۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبهاعلان
د سوریې په حلب ښار کې تیره ورځ د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ په نښته کې د ۲۰ تنو ملکي وگړو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دئ. زیاته شوې ده چې په دغه نښتو کې ۶ تنه یاغیان هم وژل شوي دي. دغه نښتې د حلب ښار د صلاح الدین ولسوالۍ ته څیرمه رامنځ ته شوي دي.
د بشارالاسد پلوي ځواکونه په هڅه کې دي چې د یاغیانو څخه دغه سیمې بیرته ونیسي. تیره ورځ د حلب د ښار زوړ د جگړو په پایله کې سوځیدلای دئ. د رپوټونو په حواله د اور له امله دغه تاریخي بازار ته ډیر زیان اوښتی دئ. د ملگرو ملتونو د یونیسکو ادارې دغه سیمه په ۱۹۸۶م کال کې د لرغونو اثارو په لست کې شامله کړې وه.