1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په جگړه کي د افغانانو کټي په پام کي نه وې نيول سوي»

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۱۲, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې د افغانستان په جگړه د دغه هیواد گټي په نظر کې نه وې نیول شوې، بلکې بهرنيانو دغه جنگ د امريکا د امنيت ساتلو او غرب د غوښتنو له پاره پيل کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BIVZ
انځور: picture alliance / AP Photo

افغان ولسمشر حامد کرزي له «واشنگټن پوست» ورځپاڼي سره په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د مارچ دوهمه) خپره شوې ده ویلي دي: «افغانان په هغه جگړه کې وژل شوي دي چې زموږ نه وه.»

واشنگټن پوست ورځپاڼي د ولسمشر کرزي له قوله لیکلي دي چې دی په دې باوري دی چې د امریکا متحده ایالاتو دولس کلنه اوږده جگړه چې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر مياشتي د یوولسمي تر پيښو وروسته پيل شوې ده، «د امریکا متحده ایالاتو د امنیت او د لوېدیځو هیوادونو د گټې له پاره وه.»

له امریکا متحده ایالاتو سره دوه اړخیز امنیتي تړون چې حامد کرزي یې له لاسلیکولو څخه ډډه کړې ده، سپینه ماڼۍ ناهیلې کړې ده. دغه تړون تر روان مېلادي کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي عسکرو حضور زمينه برابروي. د کرزي له خوا د دغه تړون د نه لاسلیکیدو له امله د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پېنتاگون ته ویلي دي چې د دې امکان له پاره چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې امریکایي عسکر پاتي نه شي، چمتووالی ونیسي.

بارک اوباما د تیري سه شنبې په ورځ په یوه تلیفوني تماس کې حامد کرزي ته وويل چې پېنتاگون ته یې د دغه کار امر کړی دی. دا د تیر کال له جون میاشتې راهیسې د دواړو مشرانو تر منځ لومړۍ خبري اترې وې.

خو سپیني ماڼۍ په یوه نوې مطبوعاتي بیانه کې خپل دریځ روښانه کړی دی او ویلي دي چې د روان میلادي کال په وروستیو کې هم د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکیدل امکان لري.

حامد کرزي واشنگټن پوست ورځپاڼي ته ویلي دي: «دا د هغوی له پاره ښه ده، چې دغه تړون زما له ځای ناستي سره لاسلیک کړي.» حامد کرزي یو وار بیا پر دې خبره باندي ټینگار کړی دی چې د دغه تړون تر لاسلیکیدو دمخه باید د امریکا متحده ایالات له طالب یاغیانو سره د سولې خبري اتري پيل کړي او د افغانانو پر کورونو باندي پوځي عمليات بند کړي.

اوس په افغانستان کې د ناټو نزدې۵۲ زره عسکر مېشته دي، چې له دغي ډلي څخه یې ۳۳ زره امریکايي عسکر دي. د افغانستان په جگړه کې د ائتلافي ځواکونو تر ۳۴۰۰ زیات سرتیري وژل شوي دي چې پکښې ۲۳۰۰ امریکایي سرتیري هم شامل دي.

ویل کیږي چې افغان پولیسو او ملي اردو د یاغیانو پر وړاندې جگړه کې خپله ډیره وړتیا ښوولې ده، خو په دې اړه اوس هم شک او تردید موجود دی چې آیا افغان ځواکونه به په دې وتوانیږي چې په ځانگړې توگه په لیري پرتو سیمو کې د طالبانو مخه ونیسي.

په دغه مرکه کې افغان ولسمشر ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي عملیاتو په شمول د جگړې په ترڅ کې رامنځ ته شوې مرگ ژوبلي سخت خواشینی کړی دی. د کرزي په وینا دی په دې کې د فریب خوړلو احساس کوي چې امریکایانو په پاکستان کې د طالبان د پټنځایونو مرکزونو ته د توجه اړولو پر ځای د افغانستان کلیو او بانډو ته خپله توجه متمرکزه کړه.

کرزي نوموړي ورځپاڼي ته ویلي دي چې په افغانستان کې د ملکي کسانو مرگ ژوبلي له امریکا متحده ایالاتو سره د دغه هیواد «گډ هدف» له منځه وړی دی.

واشنگټن پوسټ ویلي دي، په داسې حال کې چې د شنبې په شپه حامد کرزي له مرکه کوونکو سره تر خپل دفتر د باندي ملتیا کوله وویل: «د امریکا ولس ته زما ښې هیلي او کور ودانی او حکومت ته یې زما غوسه او ډیره غوسه ورسوئ.»