په جوزجان ولايت کې پنځه تنه ماين پاکان وژل سوي
۱۳۸۷ فروردین ۵, دوشنبهاعلان
پېښه هغه وخت د جوزجان په ولايت کي را مينځ ته سوه، چې ماين پاکوونکي د خپلي دندي د سر ته رسولو څخه وروسته بيرته د افغان تخنيکي مرستو خپل مرکز ته روان وو.
د مرکز مشر کفايت اله ابلاغ د فرانسپرس خبريال ته ويلي دي، چي وسله والو کسانو لومړی پر اول موټر باندي ډزې پيل او وروسته يې نور موټر، چي يو امبولاس هم پکښي شامل وو، وويشتل.
نوموړي زياته کړې چي دريو تنو موټر ودراوه او پرته له دې څخه چي څه ووايي، فيرونه يې پرې شروع کړل. پنځه تنه مړه او 7 نور زخمي سول.