په جنوبي وزيرستان کي سختي وسلوالي نښتي رواني دي
۱۳۸۸ خرداد ۱۰, یکشنبهد اسوشيتدپرس خبري آژانس له دغو نوو نښتو څخه، چي په جنوبي وزيرستان کي سوي او په نتیجه کي يې پنځوس یاغيان وژل شوي دي، رپوټ ورکړي. جنوبي وزيرستان د پاکستاني طالبانو د يو مشر بيت الله محسود ستره هډه ده. نوموړې قبايلي سيمه د افغانستان پولي ته نژدې پرته ده.
د پاکستان د دفاع وزرات نن وويل چي په سوات کي پوځي عمليات د هغه وزارت د خپلي وينا له مخه« تقريبا خپل بشپړ برياليتوب ته ورسيدل.»
د پاکستان پوځي وياند، اثر عباس پرون تر دوو اونيو سختو جګړو وروسته د منګوري د نيولو اعلان وکړ.
«په منګوره کي امنيتي ځواکونو په برياليتوب سره «ناوه ګړي» او «نيجي ګره» ونيولي. په ناوه ګړي کي د وسلو او مهماتو يوه ستره زيرمه کشف شوې ده. د عامو ولسي وګړو په ملاتړ امنيتي ځواکونه توانيدلي دي چي د قانون حاکميت جاري کړي.»
د پاکستان د دفاع وزارت يولوړ پوړي چارواکي، سيد اثر علي په سنګاپور کي يو سيمه ايز امنيتي کنفرانس ته چي د متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت ګېټس هم ګډون درولود وويل، چي په شمال لويدځه صوبه کي د طالب ياغيانو پر ضد پوځي عمليات ښايي په راتلونکو څو ورځوکي بشپړ شي. هغه وويل چي اوس د دغو عملياتو اصلي هدف د زور پالونکو مشرتابه ته ځير شوی دی.
« په سوات، بونير او ګاونډيو سيموکي عمليات په بشپړه توګه برياليتوب ته رسيدلي دي.» واشنګټن چي د پاکستاني پوځ له دې عملياتو څخه ټينګ ملاتړ کوي، خبرداری ورکړی ؤ چي ياغيانو د پاکستان پايښت ته خطر پيدا کړی دی.